ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار د پوهنې ریاست ته دې د ۵ زره تنو اضافه تشکیل منظور شي

د کندهار د پوهنې ریاست ته دې د ۵ زره تنو اضافه تشکیل منظور شي

author avatar
12 Nov 2019 - 17:43
د کندهار د پوهنې ریاست ته دې د ۵ زره تنو اضافه تشکیل منظور شي
author avatar
12 Nov 2019 - 17:43

کندهار (پژواک، ۲۱ لړم ۹۸): چارواکي وايي، د کندهار د پوهنې په ریاست کې یې د وروستیو بدلونونو او اصلاحاتو په دوام له پوهنې وزارت څخه غوښتي چې د دغه ریاست لپاره دې د ۵ زره تنو اضافه تشکیل منظور شي.

د کندهار د پوهنې په بهیر کې د درسي کتابونو او ودانیو د کمښت تر څنګ د ښوونکو د تشکیل کمښت جدي ستونزه ګڼل کېږي.

د کندهار د والي ویاند بهیر احمدي پژواک خبري اژانس ته وویل، والي حیات الله حیات د پوهنې او څو نورو ادارو د ستونزو د حل په موخه د رییسانو د یوه پلاوي په ملتیا کابل ته تللی او تر دې مهاله یې له یو شمېر وزیرانو سره لیدلي دي.

هغه زیاته کړه، نوموړي په دې لړ کې د پوهنې له وزیر سره لیدلي او له هغه یې د پوهنې په برخه کې د شته ستونزو د هواري غوښتنه کړې ده.

د کندهار والي حیات الله حیات د پوهنې له وزیر ډاکټر محمد میرویس بلخي سره د دې ولایت د پوهنې د وضعیت او له نوو بدلونونو وروسته د پوهنې د خدماتو په اړه خبرې وکړې.

په دې وروستیو کې د خلکو د پر له پسې نیوکو او شکایتونو وروسته د کندهار د پوهنې ریاست ته نوی رییس و ټاکل شو او دغه راز د څو ادارو مسوولینو له دندو ګوښه او پر ځای یې نور وټاکل شول.

والي وايي، د کندهار د پوهنې په ریاست کې تر وروستیو بدلونونو وروسته ولایتي اداره هڅه کوي د پوهنې د پراختیا او کیفیت د لوړوالي لپاره کار وکړي.

هغه وویل، په همدې موخه یې د اوونۍ یوه ورځ د پوهنې د ستونزو هواري ته ځانګړې کړې ده چې د پوهنې له ټاکل شوې شورا سره په ګډه ورباندې کار کوي.

حیات د پوهنې له وزیر څخه وغوښتل چې د دې ولایت د پوهنې ریاست د خدماتو د پراختیا او کیفیت د لوړوالي په موخه دې د دغه ریاست لپاره د ۵ زرو تنو اضافي تشکیل منظور شي.

هغه د دې تر څنګ د درسي کتابونو د کمښت او نیمه کاره پروژو اړوند ستونزې شريکې کړې او د هغو حل یې وغوښت.

د پوهنې وزیر ډاکټر محمد میرویس بلخي وویل، اداره او ټیم یې ژمن دی چې خلک به د هېواد په ټولو ولایتونو کې د پوهنې پروګرامونو او ښوونیزو خدمتونو ته یو شان لاسرسی ولري.

هغه ژمنه وکړه چې د کندهار د پوهنې د بهیر د پياوړتیا لپاره به هر اړخیزه مرسته کوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.