کابل (پژواک ٢١ لړم ٩٨): د ۱۳۹۹ مالي کال د ملي بوديجې مسوده د کابينې له خوا په پرنسیب کې تصویب شوه.
دغه مطلب په هغې خبرپاڼه کې راغلى چې له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.
سرچينه زياتوي، د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د کابینې غونډه، نن ماسپښين په چهار چنار ماڼۍ کې جوړه شوه.
سرچينه کاږي، د اجنډا مطابق د مالیې وزارت سرپرست د ۱۳۹۹ مالي کال د ملي بوديجې مسوده غونډې ته وړاندې کړه چې کابینې له هراړخیزو بحثونو وروسته یاده مسوده په پرنسیب کې تایید او مالیې وزارت یې موظف کړ چې د وزارتونو او دولتي ادارو د مهمو انکشافي پروژو لومړیتوبونو ته په پام له دوی سره په همغږۍ د بوديجې پر مسوده بیا کتنه وکړي او نهایي یې کړي.
وروسته د مالیې وزارت سرپرست او د عدلیې وزیر پر زیات شوي ارزښت د مالیې د مقررې طرحه غونډې ته وړاندې کړه او ويې ویل، پر زیات شوي ارزښت د مالیې قانون د حکمونو د تطبیق د ډولونو تنظیم، د عوایدو زیاتوالی او د هېواد د مالي بنیې پیاوړتیا او پر زیات شوي ارزښت د مالیې په برخه کې د بین المللي مالیاتو د طریقو مراعتول، د دغې مقررې موخه ده.
کابینې له هر اړخیزو بحثونو وروسته پر زیات شوي ارزښت د مالیې د مقررې طرحه تصویب او مالیې وزارت یې موظف کړ چې د عدلیې وزارت په همکارۍ دې یاده مقرره د کابینې غړو د اصلاحي نظریاتو په پام کې نیولو سره تصحیح او بشپړه کړي. همدارنګه دې د یادې مقررې د عامه پوهاوي او عمل پلانونه تنظیم او عملي کړي.
د غونډې په پای کې د مالیې وزارت سرپرست د ۱۳۹۸ مالي کال عادي او انکشافي اختیاري بوديجه کې د تعدیلاتو په اړه د دغه وزارت غوښتنه د یو شمېر دولتي ارګانونو د بېړنیو اړتیاو په پام کې نیولو سره غونډې ته وړاندې کړه چې تصویب شوه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن