ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مدني فعالان د مولانا عبدالله د محاکمې غوښتنه کوي

مدني فعالان د مولانا عبدالله د محاکمې غوښتنه کوي

author avatar
12 Nov 2019 - 19:16
مدني فعالان د مولانا عبدالله د محاکمې غوښتنه کوي
author avatar
12 Nov 2019 - 19:16

کابل (پژواک،۲۱ لړم ۹۸): یو شمېر مدني فعالانو د ټاکنو خپلواک کمېسیون مخې ته په جوړه شوې اعتراضي غوڼده کې د یاد کمېسیون د کمېشنر مولانا عبدالله د محاکمې غوښتنه وکړه.

په هغه شکایت پاڼه کې چې په انګلسي ژبه لیکل شوې او پژواک خبري اژانس ترلاسه کړې ښيي چې تېره ورځ (د لړم په ۱۹ مه) په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سازمان ځانګړي استازي تادامیچي یماماتو د ټاکنو کمېسیون له کارکوونکو سره د یاد کمېسیون د کمېشنر مولانا عبدالله د ناوړه او له سپکاوي د ډک چلند په اړه په لیکلي بڼه شکایت کړی دی.

په یاد شکایت کې راغلي، د ټاکنو کمېسیون کمېشنر مولانا عبدالله د پایلو د جمع بندۍ د ملي مرکز د مسوول بشیر علي مذهب او قوم ته د سپکاوي ترڅنګ نوموړي ته د مرګ ګواښ کړی دی.

لسګونه مدني فعالانو او د کابل ښار اوسېدونکو نن د ټاکنو کمېسیون مخې ته د مولانا عبدالله د وروستیو څرګندونو په اعتراض د نوموړي د محاکمې غوښتنه وکړه.

د کابل ښار اوسېدونکي محمد اصف اکبري چې په یاده اعتراضي غونډه کې ګډون کړی و وویل، د قانون او اخلاقو له مخې هېواد قومونو او مذهب ته سپکاوی جواز نه لري او باید مولانا عبدالله محاکمه شي.

هغه زیاته کړه: ((ټولو هېوادوالو د خپلو دیني او فرهنګي ارزښتونو لپاره جهاد کړی او اجازه نه ورکوي چې ارزښتونو ته یې سپکاوی وشي.))

نوموړي وویل، په داسې شرایطو کې دغه ډول څرګندونې کولای شي چې هېواد بحران لوري ته یوسي او د وروستۍ یوې لسیزې لاسته راوړنې له منځه لاړې شي.

د انصار محمدي په نوم یو بل اعتراض کوونکي وویل، په اداره کې یې دغه ډول کړنې ډېرې لیدلې او هزاره قوم ته د ځینو سیاستوالو له خوا په کمه سترګه کتل تغییر وکړي، دغه بدلون د دوی له علني محاکمې او تعقیب پرته ممکن نه دي.

هغه زیاته کړه، دغه پېښه باید په جدي ډول تعقیب او محاکمه شي څو نورو ته د عبرت درس شي او له دې وروسته دغه ډول کسان نورو قومونو د سپکاوي جرئت ونه کړي.

خو د ټاکنو کمېسیون کمېشنر مولانا عبدالله د ملګرو ملتونو مکتوب ته په اشاره وویل: ((زه دغه مکتوب ردوم او دا یوازې دروغ دي او هغه کسان چې ناسم اطلاعات شریکوي د اړوند داخلي او خارجي مراجعو له لارې پرې دعوه کوم. د ملګرو ملتونو سازمان نمایندګي دې هڅه وکړي څو د هغو کسانو خبرو ته چې د یوه یا څو نوماندانو په ګټه کار کوي غوږ نه شي او له تحلیل او تجزیې وروسته تصمیم ونیسي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.