ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

انس حقاني او دوه نور طالبان د امریکايي پوهنتون د دوو استادانو په بدل کې خوشي کېږي

انس حقاني او دوه نور طالبان د امریکايي پوهنتون د دوو استادانو په بدل کې خوشي کېږي

author avatar
12 Nov 2019 - 14:31
انس حقاني او دوه نور طالبان د امریکايي پوهنتون د دوو استادانو په بدل کې خوشي کېږي
author avatar
12 Nov 2019 - 14:31

کابل (پژواک،٢١لړم ٩٨): افغان حکومت په مشروط ډول د انس حقاني په ګډون د درې طالب بندیانو د خوشي کېدو خبر ورکړ او ویې ویل، پر داسې میکانیزم کار روان دی چې یاد درې کسان د طالبانو د بریدونو د زیاتېدو لامل نه شي.

انس حقاني چې د طالبانو مهم کس دی، د ۱۳۹۳ کال د تلې په میاشت کې نیول شوی او د بګرام په زندان کې تر توقیف لاندې دی.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن په خپلو خبرو کې وویل، د امریکايي پوهنتون د هغو دوو استادانو د پیدا کېدو هڅې چې د ۲۰۱۶ کال به اګست میاشت له کابل ښاره تښتول شوي وو، نتیجه ورنه کړه او ترلاسه شوي اطلاعات ښيي چې د یادو استادانو روغتیا د اسارت په دوره کې نازکه شوې ده.

امریکايی کلن کیون کینګ او استرالیایی ۴۸ کلن تیموتي په ۲۰۱۶ کال کې له کابل ښاره تښتول شوي دي.

ولسمشر غني زیاته کړه: ((د یادو دوو استادانو خوشي کول زموږ اساسي غوښتنه ده څو د استادانو کورنیو او نړیوالو ته معلومه کړو چې یادو دوو استادانو ته چې دلته راغلي او زموږ د بچیانو د روزنې لپاره یې کار کړی احترام لرو او د دوی د کار ستاینه کوو.))

غني د یادو درې طالب بندیانو د خوشي کېدو موخه د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د مستقیمو خبرو لپاره د زمینې برابرول وبلل او زیاته یې کړه: ((د افغانستان له نړیوالو شریکانو سره تر نږدې او هراړخیزو مشورو وروسته له طالبانو سره مخامخ خبرو ته د زمینې برابرولو او سولې او ثبات لپاره چې د هېواد د هر اوسېدونکي غوښتنه ده... مو پرېکړه وکړه څو درې طالب بندیان چې زموږ د نړیوالو شریکانو په مرسته له بهرنیو هېوادونو نیول شوي وو او له څه مودې راهیسې د بګرام په توقیف خونه کې د افغان دولت تر نظارت لاندې دي په مشروط ډول خوشي کړو.))

د غني په خبره، په یادو درېیو کسانو کې د والي خان زوی حاجي مالي خان، د محمد عمر زوی عبدالرشید او د جلال الدین حقاني زوی انس حقاني شامل دي.

په داسې حال کې چې ولسمشر غني یاده پرېکړه سخته وبلله خو ویې ویل، دغه ستونزمن او د درک وړ تصمیم له نړیوالو شریکانو سره له مشورو وروسته د مخامخ خبرو د پیل لپاره نیول شوی دی.

نوموړي د خپلو خبرو په یوه برخه کې وویل، د نظام، ښځو حقونو او د تېرو اتلسو کلونو لاسته راوړنو ساتنه د حکومت له لومړیتوبونو څخه دي او د سولې خبرو پر مهال به پرې معامله نه کېږي.

هغه دې ته په اشاره چې د یادو درېیو طالبانو خوشي کېدل به په هېڅ صورت د طالبانو د لیکو د قوي کېدو لامل نه شي زیاته کړه: ((موږ له خپلو نړیوالو شریکانو په ځانګړې توګه امریکا سره په مشوره پر داسې میکانیزم او تګلاره کار کړی چې د دغو درېیو کسانو مشروط خوشي کېدل به د طالبانو د لیکو د قوي کېدو او د یادې ډلې د بریدونو د زیاتېدو په معنا نه وي، زموږ او نړیوالو شریکانو ترمنځ تدابیر داسې دي چې دغه سخت خو د درک وړ تصمیم وکولای شي هم زموږ قوت نندارې ته وړاندې کړي او هم وکولای شو زموږ نیت چې د سولې غوښتونکي یو او د سولې د مخامخ خبرو د پیل او یادو بدبختیو د سوله ییز حل لپاره د سختو او جدي تصمیمونو د نیولو توان هم لرو نندارې ته وړاندې کړو.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.