ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بهرنیو ځواکونو هوايي برید کې د ملي اردو څلور سرتېري وژل شوي

د بهرنیو ځواکونو هوايي برید کې د ملي اردو څلور سرتېري وژل شوي

author avatar
12 Nov 2019 - 12:48
د بهرنیو ځواکونو هوايي برید کې د ملي اردو څلور سرتېري وژل شوي
author avatar
12 Nov 2019 - 12:48

پل علم (پژواک، ٢١ لړم ٩٨): د لوګر په مرکز پل علم کې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريد کې د ملي اردو څلور سرتېري وژل شوي او شپږ نور ټپيان شوي دي.

په مرکز پل علم کې يوې امنيتي سرچينې د لړم په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د مرکز پل علم په پادخاب شانه سيمه کې د ملي اردو ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه وشوه.

هغه وايي: ((په دې وخت کې ملي اردو له امريکايانو د مرستې غوښتنه کړې، طياره راغلې د طالبانو پر ځاى يې سهواً د ملي اردو پر پوستې بريد کړى دى.))

د نوموړي د معلوماتو له مخې چې په دغه بريد کې د ملي اردو څلور سرتېري وژل شوي او شپږ نور ټپيان شوي دي.

دغه راز د سيمې يوه اوسېدونکي حضرت الله پژواک ته وويل چې تېره شپه د دوى په سيمه کې د ملي اردو پر پوستې  هوايي بريد شوى دى.

هغه وايي چې په دغه بريد کې پوسته ويجاړه شوې او د ملي اردو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د نوموړي په وينا د تېرې شپې جګړې له امله د سيمې جومات هم يو څه زيانمن شوى دى.

د لوګر حکومتي مسوولينو په دې اړه له څه ويلو ډډه وکړه.

بهرنيو ځواکونو او وسله والو طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده، پادخاب شانه د مرکز پل علم سوېل ته په دوه کيلومترۍ پرته سيمه ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.