پل علم (پژواک، ٢١ لړم ٩٨): د لوګر په مرکز پل علم کې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريد کې د ملي اردو څلور سرتېري وژل شوي او شپږ نور ټپيان شوي دي.
په مرکز پل علم کې يوې امنيتي سرچينې د لړم په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د مرکز پل علم په پادخاب شانه سيمه کې د ملي اردو ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه وشوه.
هغه وايي: ((په دې وخت کې ملي اردو له امريکايانو د مرستې غوښتنه کړې، طياره راغلې د طالبانو پر ځاى يې سهواً د ملي اردو پر پوستې بريد کړى دى.))
د نوموړي د معلوماتو له مخې چې په دغه بريد کې د ملي اردو څلور سرتېري وژل شوي او شپږ نور ټپيان شوي دي.
دغه راز د سيمې يوه اوسېدونکي حضرت الله پژواک ته وويل چې تېره شپه د دوى په سيمه کې د ملي اردو پر پوستې هوايي بريد شوى دى.
هغه وايي چې په دغه بريد کې پوسته ويجاړه شوې او د ملي اردو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د نوموړي په وينا د تېرې شپې جګړې له امله د سيمې جومات هم يو څه زيانمن شوى دى.
د لوګر حکومتي مسوولينو په دې اړه له څه ويلو ډډه وکړه.
بهرنيو ځواکونو او وسله والو طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، پادخاب شانه د مرکز پل علم سوېل ته په دوه کيلومترۍ پرته سيمه ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن