د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د شتمنیو د نه ثبتولو له امله د ۴۸۳ کسانو معاش او امتیازات ځنډول شوي

د شتمنیو د نه ثبتولو له امله د ۴۸۳ کسانو معاش او امتیازات ځنډول شوي

Nov 12, 2019 - 17:50

کابل (پژواک، ۲۱ لړم ۹۸): د پژواک موندنې ښيي چې د ۴۸۳ دولتي چارواکو او کارکوونکو معاشونه او امتیازات ځکه ځنډول شوي چې خپلې شتمنۍ یې نه دي ثبت کړې.

د افغانستان د اساسي قانون په ۱۵۴ مه ماده کې راغلي: "له خدمتي دورې مخکې او وروسته د ولسمشر، د ولسمشر د مرستیالانو، وزیرانو، د سترې محکې د غړو او لويې څارنوال شتمنۍ په قانون کې د ټاکل شوي ارګان له خوا ثبت، نشر او ورته رسېدنه کېږي."

دغه راز د دولتي چارواکو او کارکوونکو د شتمنۍ د ثبت او اظهار قانون په پنځمه ماده کې راغلي: "د اساسي قانون په ۱۵۴مه ماده کې ذکر شوي کسان «لوړ پوړي دولتي چارواکي، څارنوالان او نور دولتي کارکوونکي» مکلف دي چې خپلې شتمنۍ چې په مستقیم ډول د دوی تر تصرف لاندې دي یا له نورو کسانو سره دي او د خپل پلار، مور، ښځې او اولادونو شتمنۍ هر کال د مالي کار په لومړۍ میاشت کې واضح کړي. "

دولتي ادارې نه شي کولای، هغه کسان ولسمشرۍ ریاست ته د منظورۍ لپاره پشنهاد کړي چې خپلې شتمنۍ یې نه وي ثبت او واضح کړې.

د چارو ادارې په انټرنيټې پاڼه د خپاره شوي  نوملړ له مخې په روان کال کې پر شرایطو برابرو ۱۷ زره دولتي کارکوونکو او چارواکو خپلې شتمنۍ ثبت کړې، خو ۴۸۳ نورو کسانو بیا تر اوسه خپلې شتمنۍ نه دي ثبت کړې.
 
په یادو کسانو کې د بېلا بېلو ادارو رییسان، د بېلا بېلو وزارتونو اووه مرستیالان، یو عمومي رییس او پاتې نور د ملي شورا غړي او د بېلا بېلو ادارو کارکوونکي شامل دي.
 
 

 
 د جدول له مخې، په یادو ۴۸۳ کسانو کې د برېښنا شرکت ۲۲۴ کارکوونکي او چارواکي، د ولسي جرګې ۹۹ غړي، د عدلیې وزارت ۸۵ کارکوونکي، د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ۴۲ کارکوونکي، د مالیې وزارت د درېیو مرستیالانو په ګډون د دغه وزارت ۱۴ کارکوونکي، د مشرانو جرګې ۱۴ غړي، د تخنیکي او مسلکي زده کړو د خپلواکې ادارې درې کارکوونکي او د پوهنې وزارت دوه مرستیالان شامل دي.
 
په یاد جدول چې د ۷۰۲ کسانو نومونو شامل دي، خو په جدول کې د هغو کسانو له نومونو سره چې په دې وروستیو کې یې خپلې شتمنۍ ثبت کړې، لیکل شوي چې خپلې شتمنۍ یې ثبت کړې او هغه کسان چې شتمني یې نه دي ثبت کړې، له نومونو سره یې لیکل شوي چې «شتمنۍ یې نه دي ثبت کړې.»
 
خو د چارو ادارې د شتمنیو د ثبت ادارې رییس عبدالودود بشریار پژواک ته وویل، د هغو کسانو له ډلې چې له نومونو سره یې لیکل شوي چې «شتمنۍ یې نه دي ثبت کړې» د ولسي جرګې ۹ غړو او د مشرانو جرګې ۷ غړو هم په دې وروستیو کې خپلې شتمنۍ ثبت کړې دي.
 
د ولسي جرګې غړي صادقه ادیب، عبدالله بیک، کمال ناصر اصولي، ضیاءالدین ضیا، سید بابر جمال، جاوېد صافی، محمد رفېع مموزی، ابرارالله مراد او د مشرانو جرګې غړي هر یو انیسه عمراني، فضل هادي مسلمیار، ګلمري لغماني، نوازشریف حیات، غلام عباس اخلاقي، حاجي محمود خاکرېزوال، محمد ولي علیزي او محمد افضل په یادو ۱۵ کسانو کې شامل دي.
 
بشریار وویل، د یادو کسانو معاش او امتیازات شاوخوا یوه میاشت مخکې ځنډول شوي دي.
 
نوموړي په ډاګه کړه چې د ملي شورا هغه غړي چې په یاد نوملړ کې شامل دي، د معاشونو او امتیازاتو پر قطع کېدو سربېره د شتمنیو تر ثبتولو بهرنیو هېوادونو ته سفر هم نه شي کولای.
 
دغه راز د چارو ادارې په انټرنيتي پاڼه د هغو ۱۶ اوسنیو او مخکنیو لوړپوړو چارواکو نوملړ هم خپور شوی چې خپلې شتمني یې نه دي ثبت کړې او له همدې امله یې معاشونه او امتیازات ځنډول شوي دي.
 
د سرچینې د معلوماتو له مخې، په یاد نوملړ کې د مالیې وزارت پخوانی وزیر اکلیل حکیمي، د سوداګرۍ وزارت پخوانی وزیر محمد همایون رسا، د ښار او کور جوړونې وزارت پخوانی وزیر سید سادات منصور نادري، د ملي دفاع پخوانی وزیر طارق شاه بهرامي، د کار او ټولنیزو چارو پخوانی وزیر فیض الله ذکي، د لوړو زده کړو پخوانی وزیر نجیب الله خواجه عمري، د کورنیو چارو پخوانی وزیر ویس احمد برمک، د اوبو او انرژۍ پخوانی وزیر علي احمد عثماني، د بهرنیو چارو پخوانی سرپرست وزیر صلاح الدین رباني، د اقتصاد اوسنی وزیر مصطفی مستور، د کانونو او پټرولیم وزارت پخوانی سرپرته نرګس نهان، د سترې محکمې غړي حسیب احدي، عبدالمالک کاموي، زمان سنګري او براتعلي متین شامل دي.
 
عبدالودو بشریار وویل، یاد پخواني چارواکي یا بل ځای په دنده ګومارل شوي او یا تقاعد شوي او ځینې امتیازات لري چې د شتمنيو تر ثبتېدو ځنډول شوي، ځکه دغه کسان د دندو په پای کې خپلې شتمني نه دي ثبت کړې.
 
د ده په خبره، پر شرایطو برابر هر دولتي کارکوونکی باید د دندې په پیل او پای او دغه راز هر کال خپلې شتمنۍ ثبت کړي.
 
د چارو ادارې د شتمنیو د ثبت ادارې رییس زیاته کړه، یادې ادارې د هغو کسانو نوملړ چې خپلې شتمنۍ یې نه دي ثبت کړې، مالیې وزارت ته لېږلی څو معاشونه او امتیازات یې وځنډول شي.
 
ځینې هغه کسان چې نومونه یې په نوملړ کې شامل دي، وايي چې د تېرې میاشتې معاش او امتیازات یې ترلاسه کړي او شتمنۍ یې ثبتوي، خو ځینو ادعا کړې چې شتمنۍ یې ثبت کړې دي.
 
په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي حاجي حضرت علي وویل، د ملي شورا په تېره دوره کې یې خپله شتمني ثبت کړې او د ده په شتمنۍ کې د پخوا په نسبت کوم تغییر نه دی راغلی.
 
هغه زیاته کړه، څلور ورځې مخکې یې د ولسي جرګې په دارالانشاء کې د شتمنۍ د ثبت تازه فورم ورکړل شوی او تر ډکولو وروسته به یې د راتلونکې اوونۍ تر پایه د جرګې دارالانشاء ته وسپاري.
 
د مشرانو جرګې غړي ګلبهار جلال وویل، تېر کال یې خپله شتمني ثبت کړې وه او اوس یې د شتمنۍ د ثبت تازه فورم ترلاسه کړی او تر ډکولو وروسته به یې د چارو ادارې د شتمنیو د ثبت ادارې ته تسلیم کړي.
 
د مالیې وزارت مالي او اداري رییس خان محمد دانشجو وویل، په تېر یوه کال کې یې دوه ځله خپله شتمني ثبت کړې ده. نوموړي زیاته کړه، په دې تړاو چې ولې یې نوم د هغو کسانو په نوملړ کې راغلی چې شتمنۍ یې نه دي ثبت کړې، پلټنه کوي.
 
نوموړي وویل، که د شتمنيو د ثبت کوم تازه فورم وېشل شوى وي، دی یې هم خپله شتمني تازه ثبتوي.
 
پژواک هڅه وکړه د هغو کسانو د معاش او امتیازاتو د ځنډېدو په اړه چې شتمنۍ یې نه دي ثبت کړې، د برېښنا شرکت د مسوولینو نظر هم واخلي، ځکه نږدې نیمايي دغه ډول کسان د برېښنا شرکت کارکوونکي دي، خو ځواب یې ترلاسه نه کړ.

دا په داسې حال کې ده چې د شتمنیو د ثبت ادارې د معلوماتو له مخې، د شپږو اوسنیو او مخکنیو حکومتي چارواکو دوسیې یې چې د شتمنیو د ثبت په فورم کې یې خپلې شتمنۍ کمې ښودلې، څارنوالۍ ته راجع شوې دي.

 له نشه يي توکو سره د مبارزې پخوانی وزیر سلامت عظیمي، د پروان والي فضل الدین عیار، د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې مالي او اداري مرستیال روح الله نیازی، د سمنګان والي عبداللطیف ابراهیمي، په ولسي جرګه کې د بامیانو د خلکو استازې صفورا ایلخاني او په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو استازې حبیبه سادات هغه کسان دي چې دوسیې یې څارنوالۍ ته راجع شوې دي.
 

اېډېټر: عبدالقدیر منصف 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement