د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د کندهار د پوهنې ریاست ته دې د ۵ زره تنو اضافه تشکیل منظور شي

د کندهار د پوهنې ریاست ته دې د ۵ زره تنو اضافه تشکیل منظور شي

Nov 12, 2019 - 17:43

کندهار (پژواک، ۲۱ لړم ۹۸): چارواکي وايي، د کندهار د پوهنې په ریاست کې یې د وروستیو بدلونونو او اصلاحاتو په دوام له پوهنې وزارت څخه غوښتي چې د دغه ریاست لپاره دې د ۵ زره تنو اضافه تشکیل منظور شي.

د کندهار د پوهنې په بهیر کې د درسي کتابونو او ودانیو د کمښت تر څنګ د ښوونکو د تشکیل کمښت جدي ستونزه ګڼل کېږي.

د کندهار د والي ویاند بهیر احمدي پژواک خبري اژانس ته وویل، والي حیات الله حیات د پوهنې او څو نورو ادارو د ستونزو د حل په موخه د رییسانو د یوه پلاوي په ملتیا کابل ته تللی او تر دې مهاله یې له یو شمېر وزیرانو سره لیدلي دي.

هغه زیاته کړه، نوموړي په دې لړ کې د پوهنې له وزیر سره لیدلي او له هغه یې د پوهنې په برخه کې د شته ستونزو د هواري غوښتنه کړې ده.

د کندهار والي حیات الله حیات د پوهنې له وزیر ډاکټر محمد میرویس بلخي سره د دې ولایت د پوهنې د وضعیت او له نوو بدلونونو وروسته د پوهنې د خدماتو په اړه خبرې وکړې.

په دې وروستیو کې د خلکو د پر له پسې نیوکو او شکایتونو وروسته د کندهار د پوهنې ریاست ته نوی رییس و ټاکل شو او دغه راز د څو ادارو مسوولینو له دندو ګوښه او پر ځای یې نور وټاکل شول.

والي وايي، د کندهار د پوهنې په ریاست کې تر وروستیو بدلونونو وروسته ولایتي اداره هڅه کوي د پوهنې د پراختیا او کیفیت د لوړوالي لپاره کار وکړي.

هغه وویل، په همدې موخه یې د اوونۍ یوه ورځ د پوهنې د ستونزو هواري ته ځانګړې کړې ده چې د پوهنې له ټاکل شوې شورا سره په ګډه ورباندې کار کوي.

حیات د پوهنې له وزیر څخه وغوښتل چې د دې ولایت د پوهنې ریاست د خدماتو د پراختیا او کیفیت د لوړوالي په موخه دې د دغه ریاست لپاره د ۵ زرو تنو اضافي تشکیل منظور شي.

هغه د دې تر څنګ د درسي کتابونو د کمښت او نیمه کاره پروژو اړوند ستونزې شريکې کړې او د هغو حل یې وغوښت.

د پوهنې وزیر ډاکټر محمد میرویس بلخي وویل، اداره او ټیم یې ژمن دی چې خلک به د هېواد په ټولو ولایتونو کې د پوهنې پروګرامونو او ښوونیزو خدمتونو ته یو شان لاسرسی ولري.

هغه ژمنه وکړه چې د کندهار د پوهنې د بهیر د پياوړتیا لپاره به هر اړخیزه مرسته کوي.

بل خوا د کندهار د پوهنې ریاست چارواکي وايي چې دمګړۍ یې د ښوونکو د تشکیل د کمښت ستونزې د حل په موخه سلګونه ښوونکي د حق الزحمې په بڼه په دندو ګومارلي دي.

د پوهنې ریاست ویاند نظر محمد صمیمي پژواک اژانس ته وویل، د نوي ښوونیز کال په درشل کې یې د نوو زده کوونکو د جذب لړۍ  له پيلېدو سره جوخت د ښوونکو د تشکیل د کمښت د پوره کولو په موخه د ښوونکو د ګومارلو لړۍ هم پیل کړې وه.

هغه زیاته کړه، په دې لړ کې څو ازموینې اخیستل شوي چې شاوخوا ۲۵۰۰ نارینه او ښځینه ليسانس ښوونکي په دندو وګومارل شوي دي.

د ده په خبره، د کندهار د پوهنې ریاست د شاوخوا ۴۸۰۰ ښوونکو تر څنګ زرګونو نورو ښوونکو ته اړتیا لري چې په دندو یې وګوماري، خو اوسمهال یې سلګونه کسان د حق الزحمه او خدمتي ښوونکو په توګه ګومارلي دي.

صمیمي بله ستونزه د کتابونو د کمښت یاده کړه چې زده کوونکي یې له ستونزو سره مخ کړي دي.

دی وايي، د پوهنې ریاست د زده کوونکو لپاره ۲ میلیونه کتابونو ته اړتیا لري، په داسې حال کې چې وزارت سږ کال ۳۶۰ زره کتابونه ورکړي چې په هیڅ توګه بسنه نه کوي.

نوموړی د کندهار د پوهنې په برخه کې بله ستونزه د ودانیو د کمښت بولي چې د حل لپاره یې له مخکې اقدامات پیل شوي دي.

صمیمي وویل، په دې ولایت کې د ۱۰۴ ښوونځيو لپاره د ودانیو جوړولو چارې روانې دي چې د اقرا برنامې له مخې جوړېږي.

دا د هغو ۶۰۰ ودانیو له ډلې دي چې په ټول هېواد کې جوړېږي.

نوموړی هیله ښيي چې په دې سره به په کندهار کې د ښوونځیو د ودانیو د کمښت ستونزه ۸۰ سلنه حل شي او زده کوونکو ته به سالم درسي چاپېریال برابر شي.

کندهار په خپل تشکیل کې ۴۷۰ ښوونځي لري، تر تېر کال پورې له دې جملې ۱۵۳ ښوونځي تړلي وو، خو په دې وروستیو کې د لسګونو ښوونځيو په پرانیستلو دغه شمېر ۹۸ ته راټیټ شوی.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement