د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د ۱۳۹۹ مالي کال د ملي بوديجې مسوده په پرنسیب کې تصویب شوه

د ۱۳۹۹ مالي کال د ملي بوديجې مسوده په پرنسیب کې تصویب شوه

Nov 12, 2019 - 20:31

کابل (پژواک ٢١ لړم ٩٨): د ۱۳۹۹ مالي کال د ملي بوديجې مسوده د کابينې له خوا په پرنسیب کې تصویب شوه.

دغه مطلب په هغې خبرپاڼه کې راغلى چې له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

سرچينه زياتوي، د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د کابینې غونډه، نن ماسپښين په چهار چنار ماڼۍ کې جوړه شوه.

سرچينه کاږي، د اجنډا مطابق د مالیې وزارت سرپرست د ۱۳۹۹ مالي کال د ملي بوديجې مسوده غونډې ته وړاندې کړه چې کابینې له هراړخیزو بحثونو وروسته یاده مسوده په پرنسیب کې تایید او مالیې وزارت یې موظف کړ چې د وزارتونو او دولتي ادارو د مهمو انکشافي پروژو لومړیتوبونو ته په پام له دوی سره په همغږۍ د بوديجې پر مسوده بیا کتنه وکړي او نهایي یې کړي.

وروسته د مالیې وزارت سرپرست او د عدلیې وزیر پر زیات شوي ارزښت د مالیې د مقررې طرحه غونډې ته وړاندې کړه او ويې ویل، پر زیات شوي ارزښت د مالیې قانون د حکمونو د تطبیق د ډولونو تنظیم، د عوایدو زیاتوالی او د هېواد د مالي بنیې پیاوړتیا او پر زیات شوي ارزښت د مالیې په برخه کې د بین المللي مالیاتو د طریقو مراعتول، د دغې مقررې موخه ده.

کابینې له هر اړخیزو بحثونو وروسته پر زیات شوي ارزښت د مالیې د مقررې طرحه تصویب او مالیې وزارت یې موظف کړ چې د عدلیې وزارت په همکارۍ دې یاده مقرره د کابینې غړو د اصلاحي نظریاتو په پام کې نیولو سره تصحیح او بشپړه کړي. همدارنګه دې د یادې مقررې د عامه پوهاوي او عمل پلانونه تنظیم او عملي کړي.

د غونډې په پای کې د مالیې وزارت سرپرست د ۱۳۹۸ مالي کال عادي او انکشافي اختیاري بوديجه کې د تعدیلاتو په اړه د دغه وزارت غوښتنه د یو شمېر دولتي ارګانونو د بېړنیو اړتیاو په پام کې نیولو سره غونډې ته وړاندې کړه چې تصویب شوه.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement