ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هرات کې یوه مېلمه پنځه سیمه ییزو پولیس وژلي

په هرات کې یوه مېلمه پنځه سیمه ییزو پولیس وژلي

author avatar
12 Nov 2019 - 15:41
په هرات کې یوه مېلمه پنځه سیمه ییزو پولیس وژلي
author avatar
12 Nov 2019 - 15:41

 

هرات ښار (پژواک، ٢١ لړم ٩٨): د هرات ولایت حکومتي مسوولین وايي چې یوه مېلمه په یوه امنیتي پوسته کې پنځه سیمه ییز پولیس وژلي دي.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد نن پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره شپه یوه کس په اوبې ولسوالۍ د سیمه ییزو پولیسو پوستې ته د مېلمه په توګه دعوت شوی و.

د والي ویاند زیاتوي، له ډوډۍ وروسته یاد مېلمه پر پولیسو ډزې کوي چې له امله یې د پوستې د قوماندان په ګډون پنځه پولیس وژل کېږي.

په ورته وخت کې یوې باوري امنیتي سرچینې د نوم نه اخیستو په شرط پژواک ته وویل، تېره شپه د سیمه ییزو پولیسو قوماندان شرف چې پر جینیوا مشهور و، یوه مېلمه پوستې ته رابللی و.

د سرچینې په خبره، له ډوډۍ وروسته مېلمه د امنیتي سرتېرو له وسلې په استفاده د قوماندان په ګډون پنځه سیمه ییزو پولیس پر ډزو وژلي دي.

هغه زیاته کړه، په دې پېښه کې دوه نور امنيتي سرتېري ټپیان شوي دي.

د سرچینې په خبره، بریدو کوونکی له پېښې وروسته له سیمې تښتېدلی دی.

تر اوسه کوم کس یا ډلې د دغه برید مسوولیت نه دی منلی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.