د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

پکتیا کې د یوې کورنۍ اته غړي بمبار کې وژل شوي

پکتیا کې د یوې کورنۍ اته غړي بمبار کې وژل شوي

Nov 12, 2019 - 15:46

ګردېز (پژواک، ٢١ لړم ٩٨): د پکتيا په ځاځي اريوب ولسوالۍ کې د هوايي بريد له امله د يوې کورنۍ اته غړي وژل شوي دي.

د پکتيا په مرکز ګردېز کې يوې حکومتي سرچينې د لړم په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د ځاځي اريوب ولسوالۍ د علي سنګي په سيمه کې پر يوه کرولا موټر هوايي بريد شوى دى.

هغه وايي چې په دغه بريد کې درې ماشومان، درې ښځې او دوه سړي وژل شوي دي.

دغه راز د يادې سيمې يوه قومي حفيظ الله مبارز پژواک ته وويل چې په دغه بريد کې وژل شوي کسان ملکي وګړي دي.

بل پلو د پکتيا له امنيې قوماندانۍ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه برید د وسله والو طالبانو پر موټر شوی او په کې سپاره پنځه کسان وژل شوي دي.

خو په پکتيا کې يوې بلې حکومتي سرچينې د نوم نه خپرولو په شرط پژواک ته وويل چې وژل شوي کسان د طالبانو د يو سيمه ييز قوماندان، شوټي له جنازې را روان وو چې بريد پرې شوى دى.

هغه وايي چې په وژل شوو کې د قوماندان شوټي ورور، خسر، خواښې، خوښينه، د خواښې خور او درې ماشومان شامل دي.

بل لور ته په کابل کې د امريکايي ځواکونو وياند په دې اړه پژواک ته وويل چې امريکايي ځواکونه د ملکي مرګ ژوبلې په اړه ټولې ادعاوې په جدي توګه څېړي.

هغه وايي چې امريکايي ځواکونه کله هم په قصدي ډول پر ملکي وګړو بريدونه نه کوي.

دى وايي: ((موږ دغه موضوع څېړو او بيا يې معلومات له تاسو سره شريکوو.))

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

دا لومړی ځل نه دی چې د هوایي برید له امله ملکي وګړي په نښه کېږي، بلکې شاوخوا دوه اونۍ وړاندې هم په همدغه ولسوالۍ کې هوایی برید د یوې کورنۍ د دریو غړو ژوند واخیست.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement