د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

کليمزی: ملي اردو په میدان وردګو کې لسګونه کورونه نړولي دي

کليمزی: ملي اردو په میدان وردګو کې لسګونه کورونه نړولي دي

Nov 12, 2019 - 17:17

کابل (پژواک، ۲۱ لړم ۹۸): د مشرانو جرګې ځينو غړو د علیپور په نوم د یو نامسووله وسله وال د نیولو غوښتنه وکړه او ویې ویل چې د ملي اردو ځواکونو په ميدان وردګو کې۱۵۰ کورونه ړنګ کړي او باید د دې لړۍ مخه ونیول شي.

د میدان وردګو د والي ویاند د خلکو د کورونو ړنګول ردوي او مشرانو جرګه وایي چې په دې تړاو به د میدان وردګو ولایتي چارواکي استجواب کړي.

د مشرانو جرګې غړي حسيب الله کليمزی وويل: "د ملي اردو لوا د شاهين په نوم د عملياتو په جريان کې هغه کورونه چې سړک ته نږدې دي، ړنګوي او پر هغو باندې بېسونه تاسيسوي؛ متاسفانه د دغو کورونو او دغو کليو په څنګ کې په سلګونو او زرګونو جريبه خالي او کرنيزې ځمکه شته په هغو کې دې بېسونه نه جوړوي."

د ده په وينا، تر دې مهاله لږ تر لږه ۱۵۰ کورونه وران شوي او پلان دا دی چې نږدې ۸۰۰ دغه ډول کورونه د سيداباد ولسوالۍ اړوند د ملي خېلو، حسن خېلو، مېرخان خېلو او تره خېلو ونړوي او پوځي قرارګاوې جوړې کړي.

کليمزی زياتوي: "دا په لوی لاس له نظام څخه د ولس متنفر کول دي، او د ولس مجبورول دي چې د نظام پر وړاندې ودرېږي؛ که چېرې دا کار روان وي ولس به د اردو له ملاتړه لاس واخلي، ولس وس نه لري چې له خپلو کليو طالبان وشړي، د طالب نيول او شړل د امنيتي ځواکونو کار دی."

د سیداباد ولسوالۍ یوه اوسېدونکي چې نه غواړي نوم یې څرګند شي، هم د کلیمزي څرګندونې تایید کړې، ویې ویل چې د کورونو ړنګولو دغه لړۍ له څو ورځو راهیسې روانه ده.

د هغه په وینا، په دې سیمه کې له پخوا ډېرې کورنۍ د جګړې له وېرې نورو سیمو ته کډې شوې دي.

د ميدان وردګو د ولايتي شورا غړي شریف الله هوتک هم له پژواک سره په ټیلېفوني اړیکه کې تایید کړه چې د ملي اردو ځواکونو په سیداباد کې سړک ته څېرمه د خلکو یو شمېر کورونه نړولي دي.

دغه راز ده زیاته کړه چې د ملي اردو ځواکونو د ولایت د مرکز ميدانښار اړوند د بسراغ او شهيدانو په سیمو کې هم د لسو ملکي وګړو په کورونو کې امنيتي پوستې جوړې کړي او کورنۍ يې له کورونو ایستلې دي.

دی زياتوي، دغه کورنۍ دوه ورځې وړاندې له خپلو کورونو ایستل شوي او د خپلوانو کورونو ته تللي، خو ولايتي چارواکي په دې اړه ځواب نه وايي.

هغه له کورونو د خلکو ایستل او یا یې کورونه ورانول وحشت وباله او زیاته یې کړه: «هغه کورنۍ چې کورونه یې نړول شوي او یا له کورونو ایستل شوي په دغه سړه هوا کې به چېرته ځي»

ده په سیداباد کې د کورونو ړنګېدو ته په اشارې وویل، نه پوهېږي چې ملي اردو به د نورو کورونو د ړنګولو پلان لري که نه، خو که یې لري باید مخه یې ونیول شي.

د ناقانونه وسله والو له یوه قوماندانه شکایت

کلميزي د مشرانو جرګې په نننۍ غونډه کې د عبدالغني علیپور له کړنو هم شکایت وکړ.

هغه وویل: "د عليپور په نوم د بهسودو یو ځوان دی، په لوی لاس يې د ولس ځورولو ته ملاتړلې، شخصي زندانونه لري او د سړک پر سر رسمي پاټکونه لري؛ موټر تلاشي کوي او کوم کس چې د پښتنو د سيمو وي هغه کوزوي او بندي کوي يې، مالونه يې لوټوي، او هر ډول عمل چې کوي څوک ورنه پوښتنه نه کوي."

هغه د مشرانو جرګې له اداري پلاوي وغوښتل چې په دې اړه د ميدان وردګو والي، امنيه قوماندان او په ميدان وردګو کې د ملي اردو د لوا قوماندان د مشرانو جرګې تالار ته راوغواړي څو په دې اړه وضاحت ورکړي.

د مشرانو جرګې بل غړي رحمت الله اڅکزي هم د کليمزي څرګندونې تاييد کړې او زياته يې کړه: "دا د تشويش خبره ده چې نظام، قانون او حکومت شته خو يو کس له خلکو سره داسې ظلمونه کوي، عليپور ونيول شو، خو د ټاکنيزو کمپاينونو په موخه بېرته خوشې شو؛ اوس بايد له هغه ضامن څخه پوښتنه وشي چې دا کس څنګه او ولې خوشې شوی و."

هغه زياته کړه، عليپور ځکه بايد د قانون منګولو ته وسپارل شي چې د هغه د کړنو له امله په ميدان وردګو کې د خلکو سر، مال او ژوند خوندي نه دي.

د مشرانو جرګې لومړي مرستيال محمد علم اېزديار چې نن یې د دغې جرګې مشري کوله، د ميدان وردګو له ټولو وګړوغوښتنه وکړه چې د ذات البيني او قومي اختلافاتو مخنيوی وکړي او ملي مصلحت په پام کې وينسي.

هغه وويل: "د دې مشکلاتو په هکله له دارالانشاء غوښتنه کوم چې دغه اجنډا کې ونیسي، راتلونکې اوونۍ لپاره اجنډاوې تصويب شوي خو تر هغې وروسته به دغه موضوع په اجنډا کې ونیول شي، د ميدان وردګو والي، امنيه قوماندان او ملي اردو د لوا قوماندان بايد راغوښتل شي تر څو په دې اړه توضيحات ورکړي."

اېزديار زياتوي، که د دې ډول کړنو مخنيوى ونه شي، ډېرې بدې پايلې لرلای شي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د ميدان وردګو ولايت يو شمېر قومي مشرانو کابل کې په یوه ناسته کې وویل چې د دغه ولايت د يوه اوسېدونکي د وژلو په مسئله کې دې د نا مسوولو وسله والو قوماندان عبدالغني عليپور ونيول شي او د خپلو اعمالو پر سزا دې ورسول شي.

همدارنګه دوی ويلي وو چې عليپور له وژلو پرته ډېر نور جنايتونه هم کړي چې بايد سزا يې وويني.

د میدان وردګو د والي ویاند محب الله شریفزي وویل چې د دغه ولایت په سیداباد او چک ولسوالیو کې چاڼيز عملیات و او اوس دولتي ځواکونه د خلکو په غوښتنه سیداباد کې یوه پوځي اډه جوړوي.

ده وویل چې د دې اډې جوړولو لپاره یواځې یوه کنډوال هواره شوې او د خلکو کورونه نه دي ړنګ شوي.

هغه په میدانښار کې د خلکو په کورونو کې د پوستو جوړولو په اړه وویل چې امنیتی او دفاعي ځواکونو په ملکي کورونو کې پوستې نه دي جوړې کړي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement