کابل (پژواک، ۲۱ لړم ۹۸): د مشرانو جرګې ځينو غړو د علیپور په نوم د یو نامسووله وسله وال د نیولو غوښتنه وکړه او ویې ویل چې د ملي اردو ځواکونو په ميدان وردګو کې۱۵۰ کورونه ړنګ کړي او باید د دې لړۍ مخه ونیول شي.
د میدان وردګو د والي ویاند د خلکو د کورونو ړنګول ردوي او مشرانو جرګه وایي چې په دې تړاو به د میدان وردګو ولایتي چارواکي استجواب کړي.
د مشرانو جرګې غړي حسيب الله کليمزی وويل: "د ملي اردو لوا د شاهين په نوم د عملياتو په جريان کې هغه کورونه چې سړک ته نږدې دي، ړنګوي او پر هغو باندې بېسونه تاسيسوي؛ متاسفانه د دغو کورونو او دغو کليو په څنګ کې په سلګونو او زرګونو جريبه خالي او کرنيزې ځمکه شته په هغو کې دې بېسونه نه جوړوي."
د ده په وينا، تر دې مهاله لږ تر لږه ۱۵۰ کورونه وران شوي او پلان دا دی چې نږدې ۸۰۰ دغه ډول کورونه د سيداباد ولسوالۍ اړوند د ملي خېلو، حسن خېلو، مېرخان خېلو او تره خېلو ونړوي او پوځي قرارګاوې جوړې کړي.
کليمزی زياتوي: "دا په لوی لاس له نظام څخه د ولس متنفر کول دي، او د ولس مجبورول دي چې د نظام پر وړاندې ودرېږي؛ که چېرې دا کار روان وي ولس به د اردو له ملاتړه لاس واخلي، ولس وس نه لري چې له خپلو کليو طالبان وشړي، د طالب نيول او شړل د امنيتي ځواکونو کار دی."
د سیداباد ولسوالۍ یوه اوسېدونکي چې نه غواړي نوم یې څرګند شي، هم د کلیمزي څرګندونې تایید کړې، ویې ویل چې د کورونو ړنګولو دغه لړۍ له څو ورځو راهیسې روانه ده.
د هغه په وینا، په دې سیمه کې له پخوا ډېرې کورنۍ د جګړې له وېرې نورو سیمو ته کډې شوې دي.
د ميدان وردګو د ولايتي شورا غړي شریف الله هوتک هم له پژواک سره په ټیلېفوني اړیکه کې تایید کړه چې د ملي اردو ځواکونو په سیداباد کې سړک ته څېرمه د خلکو یو شمېر کورونه نړولي دي.
دغه راز ده زیاته کړه چې د ملي اردو ځواکونو د ولایت د مرکز ميدانښار اړوند د بسراغ او شهيدانو په سیمو کې هم د لسو ملکي وګړو په کورونو کې امنيتي پوستې جوړې کړي او کورنۍ يې له کورونو ایستلې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن