ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حکومت د هلمند له بزګرانو سره د لیمو او مالټو باغونو په جوړولو کې مرسته کوي

حکومت د هلمند له بزګرانو سره د لیمو او مالټو باغونو په جوړولو کې مرسته کوي

author avatar
13 Nov 2019 - 12:18
حکومت د هلمند له بزګرانو سره د لیمو او مالټو باغونو په جوړولو کې مرسته کوي
author avatar
13 Nov 2019 - 12:18

لښکرګاه (پژواک، ٢٢ لړم ٩٨): د هلمند د کرنې رياست مسوولين وايي، د کوکنارو کښت د مخنيوي په موخه چمتو دي چې د دغه ولايت بڼوالو ته د مالټې او ليمو باغونه جوړ کړي.

په دې اړه د هلمند د کرنې رييس زلمي الکو د لړم په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېر کال د دغه ولايت پر لس هکټاره ځمکه په امتحاني ډول د ليمو او مالټې ونې کېښودل شوې چې ښه پايله يې درلوده.

هغه زيات کړه: ((زموږ تجربې وښوده چې د دغه ولايت اب او هوا د ليمو او مالټې د ونو لپاره ښه مناسب دي.))

د الکو په وينا، که چېرې د دغه ولايت  بڼوال وغواړي، د کوکنار د کښت پر ځاى د مالټې او ليمو باغونه جوړ کړي، نو د کرنې رياست به ورسره پوره همکاري وکړي.

دغه راز د ناوې ولسوالۍ يوه بڼوال عبدالباري پژواک ته وويل چې درې کاله مخکې يې د مالټو ٤٠ ونې تر څېړنې لاندې نيولې وې.

هغه وايي چې سږ کال يې حاصل کړى او هرې ونې له ٣٠ تر ٤٠ کيلو پورې مالټې نيولې دي.

ده زياته کړه: ((درې کاله مې پرې خواري وکړه، خو اوس يې ښه حاصلات نيولي دي، نو پلان لرم چې کال ته له خيره سره له سلو نه تر درې سوو پورې د مالټې ونې کېنوم.))

په ورته وخت کې د همدې ولسوالۍ د خرابې سيمې قومي مشر ملک سيد هاشم خان پژواک ته وويل چې په خپل کور کې یې د مالټې درې ونې ایښې دي.

هغه زياتوي: ((هرې ونې ډېر ښه بار نيولى دى، خو که د کرنې رياست موږ ته په دې برخه کې ورکشاپونه جوړ کړي، ډېر به ښه شي.))

د يادونې ده، له دې مخکې د خرما او کېلې ونې هم په هلمند ولايت کې تر څېړنې لاندې نيول شوې وې چې ښه پايله يې درلوده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.