ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ختيځ څلورو ولايتونو د ځوانانو ستونزې څېړل کېږي

د ختيځ څلورو ولايتونو د ځوانانو ستونزې څېړل کېږي

author avatar
13 Nov 2019 - 17:31
د ختيځ څلورو ولايتونو د ځوانانو ستونزې څېړل کېږي
author avatar
13 Nov 2019 - 17:31

جلال اباد (پژواک، ۲۲ لړم ۹۸): د ځوانانو چارو معينيت وايي، د ختيځو څلورو ولايتونو د ځوانانو د ستونزو اورېدو لړۍ يې پيل کړې او پر يوه ميکانيزم کار کوي چې څنګه د دوی ستونزې حل کړي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو مرستيال په همدې موخه ننګرهار ته راغلی او دلته يې د ننګرهار، کونړ، نورستان او لغمان ولايتونو ځوانان په دې موخه راټول کړي چې خپلې ستونزې او د حل لارې يې ورسره شريکې کړي.

دغه غونډه د لړم په ۲۲مه د ننګرهار ولايت مقام د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه چې د يادو ولايتونو ځوانانو په کې خپلې ستونزې بيان کړې.

د اطلاعاتو  او کلتور وزارت د ځوانانو چارو مرستيال محمد اجمل شاهپور په تېرو ټاکنو کې د ختيځ زون، په ځانګړي ډول د ننګرهار ولسونو او د ځوانانو له رول څخه ستاينه وکړه.

نوموړي زياته کړه، د ځوانانو په منځ کې افراطيت ځای نيولی او هڅه کوي د بېلابېلو لارو او پروګرامونو په ترڅ کې د دوی فکر مثبت لور ته سوق کړي.

ده ټينګار وکړ، د ځوانانو د ستونزو د حل په موخه يې د هغوی د ستونزو اورېدو او ورته د حل لارو لټولو لړۍ پيل کړې او پر داسې يو ميکانيزم کار کوي چې د ځوانانو ستونزې ورسره حل شي.

د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل د ځوانانو فکري ودې په منظور د دې ډول غونډو او سفرونو ترسره کول مهم ياد کړل او ځوانان يې سالم رقابت او مثبت فکري بدلون ته وبلل.

هغه له ځوانانو وغوښتل چې د نورو ولايتونو له سفرونو ترلاسه شوو تجربو او بېلابېلو موضوعاتو په هکله له نورو ځوانانو سره معلومات شريک کړي، څو د ځوانانو په پوهه او تجربو کې زياتونه وشي.

په ورته وخت کې د غونډې ګډونوالو اندېښنه شريکه کړه چې د دې ډول غونډو خبرې يواځې د کاغذ پر مخ پاتې کېږي او هېڅ کومه نتيجه نه ورکوي.

د ننګرهار د ځوانانو په استازولۍ برهان الدين سيرت پژواک ته وويل، ځوانان له ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي، له کلونو راهيسې ورسره ژمنې کېږي؛ خو عملي نه شوې.

دغه راز د لغمان د ځوانانو په استازولۍ محمد حسين سجاد پژواک ته وويل، دغې غونډې ته په ډېر باور راغوښتل شوي او دوی هم هيله مند دي چې د تېر په څېر يې غوښتنې تر کاغد محدودې پاتې نه شي او حل لارې ورته ولټول شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.