ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په عصري بڼه د چرګانو نه روزنې له امله د دې برخې کاروباریان له زیان سره مخ کېږي

author avatar
13 Nov 2019 - 14:50
author avatar
13 Nov 2019 - 14:50

جلال اباد (پژواک، ۲۲ لړم ۹۸): په ننګرهار کې د چرګانو د کاروبار د ارزونې په موخه د يوې جوړې شوې غونډې ګډونوال وايي چې د مسلکي روزنې نشتوالي له امله په دغه ولايت کې د چرګانو کاروباريان له زيان سره مخ کېږي.

دوی پر دې باور دي چې دلته د چرګانو روزنې فارم لرونکي د چرګانو روزنه په عصري بڼه نه کوي؛ نو ځکه بهرنيو هېوادونو ته د دوی توليدات نه صادرېږي او له زيان سره مخ کېږي.

د لړم په ۲۲مه د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د خصوصي سکټور د پراختيا اجرايي کمېټې له لوري په دغه ولايت کې د چرګانو د سکټور د ودې په موخه غونډه جوړه شوې وه.

په دې غونډه کې د ننګرهار له سوداګرو سره د خصوصي سکټور د پراختيا کمېټې په اړه چې د حکومت په چوکاټ کې جوړه شوې او له تېر يونيم کال راهيسې فعاليت کوي هم معلومات شريک شول.

د ننګرهار د سوداګرۍ خونې غړی ډاکټر مخلص احمد وايي، تر اوسه له دوی سره په دې اړه چې د اجرائيه رييس په مشرۍ د خصوصي سکټور د ستونزو د حل په موخه کمېټه جوړه شوې، معلومات نه و شريک شوي چې اوس له دې کمېټې خبر شول.

دی زياتوي، له جوړې شوې غونډې بله موخه د خصوصي سکټور په چوکاټ کې د چرګانو د پروسس او رزونې د کاروبار د ودې پر وړاندې د پرتو خنډونو په اړه بحث و چې د فارم لرونکي عدم مسلکيتوب دلته سوداګر له زيان سره مخ کړي دي.

دی پر حکومت غږ کوي چې د دغه مهم صنعت د پراختيا لپاره پر کورنيو چارو او دفاع وزارتونو د افغانستان توليد چرګانو د غوښې اخيستل لازمي کړي.

په ورته وخت کې د خصوصي سکټور د پراختيا کمېټې استازي رفيع الله شېرزاد چې دې غونډې ته يې وينا کوله وويل، د مسلکي روزنې نشتوالي له امله په ننګرهار کې د چرګانو کاروباريان زيان ويني.

دی وايي: ((نړۍ اوس د هر څه د روزنې او صنعت لپاره نوي طرزونه لري، مګر دلته لا هم په عنعنوي شکل چرګان روزل کېږي او د پروسس لپاره يې هم کومه زمينه نه ده برابره شوې؛ نو ځکه دلته توليدوونکي چرګان يوازې په کورني بازار تکيه دي چې سوداګر له زيان سره مخ کوي.))

په ختيځ کې د چرګانو د روزنې فارمونو اتحاديه وايي، اوس مهال په ختيځ زون کې له درې زرو زيات فارمونه شته چې له ډلې يې نږدې دوه نيم زره په ننګرهار ولايت کې دي.

د دې اتحاديې وياند سيد رحيم خان بابکرخېل پژواک اژانس ته وويل چې په ننګرهار ولايت کې فارم لرونکي لا هم د بازار له نشتوالي، د يو ورځنيو چرګوړو او د چرګانو د دانې له کمښت سره مخ دي.

هغه وويل، که دولت او په ځانګړې توګه د کرنې او مالدارۍ وزارت دغو ستونزو ته پاملرنه ونه کړي، نو ياد فارمونه به له سقوط سره مخ شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.