د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د صادراتي مرمر ډبرو تعرفې کمولو پرېکړه په څه باندې یونیم کال کې نه ده عملي شوې

د صادراتي مرمر ډبرو تعرفې کمولو پرېکړه په څه باندې یونیم کال کې نه ده عملي شوې

Nov 13, 2019 - 21:01

 کابل (پژواک، ۲۳ لړم ٩٨): له ۲۰ څخه یو سلنې ته د صادراتي مرمر ‌ډبرو د تعرفې کمولو په اړه د افغانستان د اقتصاد عالي شورا پرېکړه له څه باندې یونیم کال وروسته هم نه ده عملي شوې.

همدا اوس د مرمر او تراورتین صادراتي ډبرو محصول ۲۰ سلنه دی.

خو د ۱۳۹۷ کال د وري په ۳۰مه د هېواد د اقتصاد عالي شورا په پرېکړه کې چې یوه کاپي یې پژواک ترلاسه کړې، راغلي:"د اقتصاد عالي شورا پرېکړه کړې چې د کانونو او پټرولیم وزارت موظف دی چې د مرمر ډبرو د پروسس او صادرولو لپاره روښانه تخنیکي معیارونه تعریف او د مرمر ډبرو او وروستي پروسس شوو صادراتي تعرفې لپاره له مالیې وزارت سره په همغږۍ یو سلنې ته راټيټ کړي، سربېره پر دې د مرمر ډبرو د محصولاتو د بیې ټاکل له دې وروسته د کانونو وزارت او صنایعو خونې مسوولیت دی."

پرېکړه د کاغذ پر مخ پاتې ده

د نچرل ستون په نوم د یوه کورني شرکت رییس محمد اصف ستانکزي پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه شرکت له ۱۳۹۳ کال راهیسې په افغانستان کې د مرمر ډبرو د پروسس او صادراتو په برخه کې ۱۵ میلیونه دالر پانګونه کړې ده.

هغه زیاته کړه، ولسمشر، د کانونو وزارت او سوداګرۍ خونې، دغه شرکت د مرمر ډبرو صادراتو ته وهڅاوه او یاد شرکت لومړی ځل د روان کال د غبرګولي په ۲۶مه ۱۸۷۹ متر مربع (۱۱۵ ټنه) مرمر ډبره د فاریاب ولایت د اقینې بندر له لارې په پنځو کانټينرونو کې اذربایجان هېواد ته صادره کړه.

نوموړي وویل، هغه وخت له دې امله چې په لومړي ځل یې مرمر ډبرې صادرولې، د اقینې په ګمرک کې تعرفه معاف کړه او یوازې د هر موټر پر سر یې ۴۵۰ افغانۍ واخیستې.

خو نوموړي زیاته کړه، درې میاشتې وروسته له اقینې ګمرکه ورسره اړیکه ونیول شوه چې شرکت باید د هغو پنځو کانټینرونو ۳۰ سلنه محصول ورکړي چې د دغه بندر له لارې یې اذربایجان ته صادر کړي دي.

د ده په خبره، دا په داسې حال کې ده، د هغه قانون له مخې چې د صادراتي ډبرو د محصول د کموالي په برخه کې د اقتصاد عالي شورا له پرېکړې مخکې تصویب شوی، د دې ډول ډبرو محصول ۲۰ سلنه خو د وارداتي ډبرو محصول ۳۰ سلنه دی.

د ستانکزي په خبره، د ګمرک مامورین په داسې حال کې د پنځو کانټینرونو د ۳۰ سلنې محصول غوښتنه کوي چې د نچرل ستون شرکت لس موټره نورې مرمر ډبرې چې ۳۵۰۰ متره مربع (۲۴۰ ټنه) کېږي هم اذربایجان ته د صادرولو په موخه انتقالوونکي بار موټر یې د اقینې بندر کې ولاړ دي.

د ده په خبره، یاد موټر تر اوسه په اقینې بندر کې درول شوي او ګمرک ته نه دي تللي؛ ځکه نه شي کولای د قانون خلاف تر ټاکلې اندازې ډېر محصول ورکړي.

هغه وویل، وروسته یاد ګمرک د مرمر ډبرو د پنځو مخکنیو موټرو د ۷۲۵زره افغانۍ محصول غوښتنه وکړه.

نوموړي د اقینې د کمرګ ریاست د ۱۳۹۸ کال د تلې د ۳۰مې د مکتوب کاپي چې د ګمرکونو عمومي ریاست ته لیکل شوی، پژواک ته ورکړه چې په یاده کاپي کې راغلي: «...نچرل ستون شرکت مخکې پنځه کانټینره پروسس شوې افغانۍ مرمر ډبرې د شرکت د لیکلي ضمانت او ژمنې په صورت د دغه بندر له لارې اذربایجان ته صادرې کړې چې وروسته د شرکت استازي خپله اظهارپاڼه د ۰۰۲ پاڼې مطابق چې له ګمرکي محصول څخه معافیت ده، په تېروتنه جوړه او چاپ کړه او و ایستله، دا چې د معدني موادو د تولیداتو په استثنا ټول داخلي تولیدات په ۰۰۲ پاڼه کې ترتیب او چاپېږي او وروسته د شرکت اسناد اروزل کېږي چې د ۰۰۰ پاڼې تابع ګرځول کېږي او (۷۲۵۲۹۲) پیسې د هغه له پنځو اظهارپاڼو څخه د ترلاسه کېدو وړ دي.»

په مکتوب کې راغلي، دې ادارې د شرکت استازی انجنیر رحیم الدین احضار کړ او نوموړي له دې ادارې سره ژمنه وکړه چې یاده اندازه پیسې به ورکوي، خو له پرله پسې اړیکو وروسته تر اوسه نه دی حاضر شوی.

په مکتوب کې د مرمر ډبرو د لسو نورو کانټینرونو په اړه لیکل شوي، تر اوسه د دغه شرکت هېڅ صادراتي کانټینر د ګمرک ریاست ته نه دی راغلی.

خو ستانکزي وویل، اذربایجان ته د دغه شرکت د پنځو موټرو مرمر ډبرو د لېږد پر مهال د نچرل ستون شرکت له یوه کارکوونکي څخه د یادو ډبرو د قاچاق او ناقانونتوب په اړه ضمانت اخیستل شوی او دغه شرکت د پیسو د ورکړې ضمانت نه دی ورکړی.

دغه راز د ده په خبره، نه پوهېږي چې ګمرک په کوم اساس له ۷۰۰ زره ډېرې افغانۍ له یاد شرکت څخه غواړي، ځکه که د پنځو موټرو مرمر ډبرو ۳۰ سلنه محصول محاصبه شي ۶۵۹ زره افغانۍ کېږي او که دغه محصول د ۲۰ سلنه له مخې محاسبه شي ۴۳۹ افغانۍ کېږي.

هغه زیاته کړه: "موږ له اقینې بندر وروسته ۳۵ تر ۴۰ سلنه وارداتي تعرفه اذربایجان ته ورکوو او دوه ـ درې سلنه څو نور ځایونه ورکوو او که د اقینې له ۳۰ سلنې سره جمع شي کابو ۸۰ سلنه کېږي چې هېڅ شرکت نه شي کولای په دغه وضعیت کې خپل صادراتي کار او صنعت ته دوام ورکړي. "

ستانکزي وویل، د ازبکستان څو شرکتونو له نچرل ستون شرکت سره د افغانستان د مرمر ډبرو د پېر د تړون غوښتنه کړې خو نچرل ستون د تعرفې د لوړوالي له امله نه دی توانېدلی دغه تړونونه ترلاسه کړي.

هغه د تعرفې د کمښت په برخه کې د اقتصاد عالي شورا پرېکړه وستایله او هغه یې په افغانستان کې د مرمر ډبرو د صادراتو د پراخېدو لپاره غوره اقدام وباله خو اړوند ادارې یې د یادې پرېکړې په عملي کولو کې مقصرې وبللې.

د ده په خبره، د اقتصاد شورا د دارالانشا دنده وه چې د مالیې او کانونو په وزارتونو کې یې د یادې پرېکړې د عملي کېدو څرنګوالی تعقیب کړی وای او یادو وزارتونو هم باید په خپل سهم کې لازم اقدام کړی وای.

د تعرفې کمولو طرحې شاوخوا ۱۹ میاشتې وخت نیولی

د مالیې وزارت د ګمرکونو د تخنیکي چارو سرپرست رییس احسان الله کمال وویل، د اقتصاد عالي شورا د روان کال د وري میاشتې په پرېکړه کې د کانونو او پټرولیم وزارت مکلف شوی چې د مرمر ډبرو د ګمرکي تعرفې د کمښت لپاره طرحه او میکانیزم جوړ او مالیې وزارت ته یې وسپاري څو مالیې وزارت د هغه له مخې اقدام وکړي.

د مالیې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي وویل، کانونو وزارت درې ورځې مخکې یاده طرحه له مالیې وزارت سره شریکه کړې او یاد وزارت به ډېر ژر له کانونو وزارت سره په همغږۍ په دې اړه تصمیم ونیسي.

بلخوا د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي په دې اړه چې ولې د یادې طرحې جوړېدو وخت نیولی او تر اوسه هم نه ده عملي شوې وویل: ((زه نه شم کولای ووایم ولې نه ده عملي شوې، دا داسې مثال لري لکه ولې سوله نه راځي، یا ولې په هېواد کې جګړه پای ته نه رسېږي.))

نوموړي زیاته کړه، د کانونو وزارت د هېواد د صادراتو لپاره هڅه کوي چې د مرمر صادراتي ډبرو د تعرفې د کمښت موضوع هم د مالیې وزارت په همکاري ژر حل شي.

د پرېکړې عملي کېدل باید دومره نه وای ځنډېدلي

د اقتصادي چارو کارپوه سیف الرحمن سیحون وویل، د اقتصاد عالي شورا د یادې پرېکړې عملي کېدل باید دومره نه وای ځنډېدلي او اړوند ادارو یې باید د عملي کېدو په برخه کې خپل مسوولیتونه ترسره کړې وای.

هغه زیاته کړه، که وزارتونه همغږي وای، افغانستان کولای شول خپل کلني صادرات تر پنځه یا لس میلیارد ډالرو ورسوي، خو د پرېکړو او قوانینو د عملي کېدو په برخه کې د سم نظارت د نه شتون او ادارو ترمنځ د همغږۍ د نه موجودیت له امله د افغانستان صادرات ډېر کم دي.

د راپور له مخې، افغانستان په ۱۳۹۷ کال کې د یو میلیارد امریکايي ډالرو په ارزښت صادرات او اوو میلیارد ډالرو په ارزښت واردات درلودل.

نوموړی په وزارتونو کې سلیقوي چلند، سرپرستانو ته د وزارتونو سپارل او د پرېکړو او قوانینو د عملي کېدو په برخه کې د ښه نظارت نه موجودیت په حکومتي ادارو کې د کار د ځنډېدو لامل بولي.

افغانستان د څه کم ۱۵۰ میلیارده ډالرو په ارزښت مرمر ډبرې لري

د امریکا د جیولوژيکې سروې ادارې د راپور له مخې په افغانستان کې د مرمر ډبرو زېرمې ۱.۳ میلیارد ټڼ اټکل شوې دي چې ددغه اټکل له مخې د افغانستان د مرمر ډبرو لومړنی ارزښت له ۱۵۰ میلیارد ډالرو ډېرېږي.

د اقتصاد د عالي شورا په پرېکړه کې راغلي، د افغانستان د مرمر ډبرو په صنعت کې تر اوسه ۱۳۳ شرکتونو ۶۰ میلیون ډالره پانګونه کړې چې ۲۵ شرکتونه د مرمر ډبرو د استراج او پاتې ۱۰۹ شرکتونه د مرمر ډبرو د پروسس په برخه کې فعالیت کوي او ځینې شرکتونه د بېلا بېلا لاملونو له امله غیرفعال دي.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement