ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د بېلابېلو جرمونو په تور ۱۴ کسان نیول شوي

ننګرهار کې د بېلابېلو جرمونو په تور ۱۴ کسان نیول شوي

author avatar
13 Nov 2019 - 17:28
ننګرهار کې د بېلابېلو جرمونو په تور ۱۴ کسان نیول شوي
author avatar
13 Nov 2019 - 17:28

جلال اباد (پژواک، ۲۲ لړم ۹۸): په ننګرهار ولايت کې د تښتونو، غلاوو او کمېشن کارۍ په تور ١٤ کسان نيول شوي او بلخوا د داعش پنځه وسله وال تسليم شوي دي.

د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل د لړم په ٢٢مه يوې خبري غونډې ته  وويل، تېره اوونۍ يو شمېر وسله والو غلو يو ۱۳ کلن ماشوم د دغه ولايت له سره رود ولسوالۍ تښتولی و او د خوږياڼو ولسوالۍ چمتلې سيمې ته یې وړی و.

هغه زياته کړه، د امنیې قوماندانۍ له ترهګرۍ سره د مبارزې پوليسو د خپلو هلو ځلو او عملياتو په پايله کې یاد ماشوم له تښتوونکو ازاد او نن خپلې کورنۍ ته وسپارل شو.

د ننګرهار امنيه قوماندان ډګروال ايمل نيازي وويل، د دغه ماشوم د تښتونې په تړاو يې شپږ کسان نيولي او هڅه کېږي چې د نيول شوو کسانو په واسطه نور تښتوونکي هم ونيسي.

دی وايي، د نيول شوو کسانو قضيه به ډېر ژر د نورو څېړنو په موخه د استیناف څارنوالۍ رياست ته ولېږدول شي.

تښتول شوی تنکی ځوان محمد عادل نومېږي او د خوږياڼو ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی دی چې اوس په سره رود ولسوالۍ کې اوسېږي.

دی وايي، له خپله کوره دوکان ته روان و چې موټر سپرو کسانو د وسلو په زور موټر ته پورته کړ او بيا پر ځان نه دی پوه شوی چې چېرته یې ولېږداوه.

د نوموړي تره محمد اعظم وايي، وسله والو ترې د هغه د وراره د خوشي کېدو په بدل کې د شپږ لکه ډالرو غوښتنه کړې وه خو دوی موضوع له امنيتي ادارو سره شريکه کړه او له کوم زيان پرته يې وراره بېرته راخوشی شو.

چارواکي وايي، که کورنۍ داسې پېښو کې د پيسو پر ځای امنيتي ځواکونو ته خبر ورکړي، نو له کوم زيان پرته به يې د کورنۍ غړي بېرته خوشی کړي.

د يو بل خبر له مخې، په جلال اباد ښار کې يې د غلا او کمېشنکارۍ په تور ۸ کسان نيولي او دغه راز ۵ داعش وسله وال پوليسو ته تسليم شوي دي.

د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل چې يو خبري کنفرانس ته يې خبرې کولې وويل، دغه ۶ کسلان په جلال اباد ښار کې د غلا، په ځانګړې توګه له خلکو د مبايلونو د غلا په تور نيول شوي.

هغه زياته کړه، دغه راز پوليسو د پاکستان قونسلګرۍ مخې ته دوه مېرمنې هم نيولې چې د خلکو پر پاسپورټونو د وېزو لګولو کمېشنکاري يې کوله.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.