ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندهار کې د ښځو لاسي صنایعو درې ورځنی نندارتون جوړ شو

په کندهار کې د ښځو لاسي صنایعو درې ورځنی نندارتون جوړ شو

author avatar
13 Nov 2019 - 18:17
په کندهار کې د ښځو لاسي صنایعو درې ورځنی نندارتون جوړ شو
author avatar
13 Nov 2019 - 18:17

کندهار (پژواک، ۲۲ لړم ۹۸): په کندهار کې د ښځو لاسي صنایعو او کورنیو تولیداتو درې ورځني نندارتون جوړ شو.

دغه نندارتون د کندهار ښار په عینو مېنه کې لاسي صنایعو او کورنیو تولیداتو ته د بازارموندنې په موخه جوړ شوی دی.

د کندهار د سوداګرۍ او صنایعو ریاست رییس حاجي علاوالدین د نندارتون د پرانیستلو پر مهال پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه نندارتون د اړوندې ادارې له خوا د مېرمنو لاسي صنایعو او کورنیو تولیداتو ته د بازار موندنې او په دې برخه کې د هغوی د وړتیاوو لوړولو په موخه پرانیستل شوی دی.

هغه زیاته کړه، هڅه دا ده چې د کندهار ښځینه صنعتکارې مېرمنې له اقتصادي اړخه په پښو ودرول شي او خلک یې په تولیداتو خبر شي.

د کندهار مرستیال والي عبدالحنان منیب وویل، ولایتي اداره د مېرمنو او په ځانګړې توګه د سوداګرو او صنعتکارو مېرمنو پرمختک ته جدي پاملرنه کوي.

هغه په دې برخه کې په کندهار ښار کې د ښځو لپاره د ځانګړي مارکېټ او د سوداګرۍ په ریاست کې د ښځینه سوداګرو د خونې جوړول د بېلګې په توګه یاد کړل چې د ولایتي ادارې په زیار رامنځ ته شوي دي.

ده ډاډ ورکړ چې ولایتي ادارې له مرکزي ادازې سره د صنعت‌کارانو او تاجرانود اقتصادي پرمختګ او د هغوی تولیداتو ته د بازار موندنې لپاره خبرې کړي، څو دغې چارې د منظمې پالیسي له مخې تر سره شي.

د نندارتون په پای کي ښځینه سوداګرو خپلي ستونزي، غوښتني او وړاندیزونه له مسؤلینو سره شریک کړل او د هغوی له لوري د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړل سو.

د کندهار د ښځو چارو رییسه رقیه اڅکزۍ وايي، دغه ډول نندارتونونه د کورنیو تولیداتو په اړه د معلوماتو تر لاسه کولو او هغوی ته د بازار موندلو په برخه کې ډېر رول لري.

د دې په خبره، له ولایتي ادارې سره په ګډه د کورنیو تولیداتو د ودې او بازارموندنې په برخه کې کار کوي او هڅه کوي صنتعکارانو ته ډېرې اسانتیاوې برابرې شي.

د نندارتون یوې ګډونوالې زاهدې پژواک اژانس ته وویل، تر اوسه ډېری هېوادوال خبر نه دي چې په خپلو خپلو ولایتونو کې یې څه تولېدېږي، په همدې بنسټ دغسې نندارتونونه ډېر ګټور دي.

خو دی زیاتوي چې دغسې نندارتونونه دې د زونونو او ولایتونو تر منځ ګډ جوړ شي، څو په دې توګه خلک د خپل هېواد له تولیداتو خبر شي او په کور دننه هم ښه بازار موندنه ورته وشي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.