ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلخ دیني عالمانو او مدني فعالانو د ټاکنو پایلو پر ژر اعلانېدو ټینګار وکړ

د بلخ دیني عالمانو او مدني فعالانو د ټاکنو پایلو پر ژر اعلانېدو ټینګار وکړ

author avatar
14 Nov 2019 - 15:06
د بلخ دیني عالمانو او مدني فعالانو د ټاکنو پایلو پر ژر اعلانېدو ټینګار وکړ
author avatar
14 Nov 2019 - 15:06

مزارشريف (پژواک، ۲۳ لړم ۹۸): د بلخ ځيني ديني عالمانو او مدني فعالانو په جلا جلا غونډو کې د ټاکنو له کمېسيون څخه د ولسمشرۍ ټاکنو د پايلو د ژر اعلان غوښتنه وکړه.

دوی وايي، څومره چې د ټاکنو پايلې ځنډېږي، په هماغه اندازه پر دې ملي پروسې د خلکو باور له منځه ځي.

د بلخ لسګونه ديني عالمان د لړم په ۲۳مه د مزارشريف په حضرت علي روضه کې د ميلادالنبي ورځې په مناسبت راټول شوي وو.

ديني عالم مولوي اميرمحمد ضيايي له پژواک سره په خبرو کې وويل چې د روان وضعيت د کنټرول لپاره بايد خلک متحد او يو موټی و اوسي.

هغه د ولسمشرۍ د پايلو نه اعلانول، د افغانانو ترمنځ د فاصلو رامنځته کېدو لوی دليل وباله.

نوموړي وويل: ((ټاکنو کمېسيون بايد غير جانبدارانه چلند وکړي، پر وخت يې بايد د انتخاباتو پايلې اعلان کړې وای، څو پر دې پروسې باندې د خلکو باور نور هم زيانمن نه شي.))

هغه زياتوي چې د ټاکنو کمېسيون بايد خپله خپلواکي وساتي.

د هغه په وينا، څومره چې د ټاکنو پايلې ځنډېږي، په هماغه اندازه د انتخاباتو په اړه د خلکو باور زيان ليدلای شي.

دغه ديني عالم زياته کړه چې ټاکنو کمېسيون بايد پايله د پاکو رايو پر اساس اعلان کړي.

په ورته مهال د بلخ يو شمېر مدني فعالان هم د حضرت علي په روضه کې په يوه جلا غونډه کې راټول شوي وو او د ټاکنو د پايلو پر نه اعلان يې اعتراض درلود.

د بلخ د مدني ټولنو اتحاديې غړي جواد صميمي پژواک ته وويل چې خلک د ټاکنو له روان برخليکه په اندېښنه کې دي.

نوموړي زياته کړه چې خلک نه غواړي څو د ۲۰۱۴ کال ټاکنو ناکامه تجربه يو ځل بيا تکرار شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.