ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيا په دوو ولسواليو کې د سل ميليونه افغانيو په لګښت پروژې پيل شوې

د پکتيا په دوو ولسواليو کې د سل ميليونه افغانيو په لګښت پروژې پيل شوې

author avatar
14 Nov 2019 - 15:12
د پکتيا په دوو ولسواليو کې د سل ميليونه افغانيو په لګښت پروژې پيل شوې
author avatar
14 Nov 2019 - 15:12

ګردېز (پژواک، ۲۲ لړم ۹۸): د پکتيا ولايت په سيد کرم او ميرزکه ولسواليو کې د سل ميليونه افغانيو په لګښت د دېرش بستريز روغتون او يوه سړک جوړېدو چارې پيل شوې.

د پکتيا ولايتي چارواکو يادو ولسواليو ته د سفر پر مهال وويل چې د ټولو سيمو د متوازن انکشاف اصل ته په پام هڅه کوي چې د خلکو ستونزو او غوښتنو ته رسېدنه وکړي.

د پکتيا والي شميم خان کټوازي په سيد کرم کې د دېرش بستريز روغتون د چارو د پيل پر مهال وويل چې ياد روغتون د عامې روغتيا وزارت له خوا په کابو ۷۸ ميليونه افغانيو په ۱۸۵۰ متره مربع ځمکه کې جوړېږي چې شپږ بستريزې خونې، د عملياتو، اېکسرې او بېړنۍ خونې، لابراتوار، د کنفرانسونو تالار، ګودامونه او نورې اړينې اسانتياوې به ولري.

کټوازي زياته کړه چې د دغه روغتون له جوړېدو سره به په ياده ولسوالۍ کې روغتيايي خدمتونه لوړ او په دې ولسوالي کې به اووه ښوونځيو ته ودانۍ هم جوړې شي.

نوموړی وايي: ((دا به ډېره عصري شفاخانه وي، چارې به يې په يو کال کې بشپړې شي. په نورو ولسواليو کې د مکتبونو د تعميرونو کارونه شروع شوي و، خو دلته لا نه و او دوی دا ګيله هم لرله، نن مو د هغوی ټولو کار هم ورخلاص کړ. همدارنګه د سيدکرم ولسوالي په بازار او مرکزي سيمو کې د ماسټر پلان عملي کېدو لپاره هم اړوندو ادارو ته د ټوپوګراپي د سروې بشپړولو هدايت شوی دی.))

د سيد کرم ولسوالۍ اوسېدونکي د روغتون د چارو پيل ته خوښ دي او وايي چې لا هم د پوهنې، بيارغونې او کرنې په برخو کې ګڼې ستونزې او اړتياوې لري.

د دوی له ډلې شفيق توتاخېل وايي چې له ډېرو کلونو يې د دې روغتون جوړېدو هڅې کړې او لا هم د سيدکرم ولسوالي د ځينو سړکونو جوړېدو او کرنې پراختيا ته جدي اړتيا ده.

توتاخېل پژواک ته وويل: ((له لسو کلونو مو د دغه روغتون غوښتنه وه، اکثره وخت چې موږ ګردېز ته مريض رسوو، په لاره کې مړ کيږي، د بنسټ ډبره يې کېښودل شوه، خو هيله من يو چې کارونه يې هم بشپړ شي او هوايي نه وي. دلته بايد د رغونې په برخو کې ډېرې پروژې پلې شي.))

همدارنګه په ميرزکې ولسوالۍ کې د ګردېز ــ ډنډپټان له عمومي سړک څخه تر غونځۍ سيمې پورې په ۲۵ ميليونه افغانيو د څلور کيلومتره سړک جوړېدو چارې هم پيل شوې چې د کليو پرختيا او بيارغونې وزارت له خوا جوړېږي.

د يادې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې خپلې سيمې يې خپله او له امنيتي ځواکونو سره په نږدې همکارۍ ساتلې او سره له دې چې په سيمه کې يې هېڅ ډول امنيتي ستونزې نشته، خو بيا هم ورته کار نه دی شوی او د روغتيا، پوهنې، مخابراتو او بيارغونې په برخو کې ګڼې اړتياوې لري.

د ميرزکې ولسوالي اوسېدونکی حاجي محمدګل وايي چې روغتون، د ښوونځيو ودانيو، استنادي دېوالونو، د کارېزونو کيندلو، سربندونو او د مخابراتي پوښـښ پراختيا د خلکو غوښتنې دي.

محمدګل وویل: ((اولين کار موږ ته دا دی چې دغه سړک راته جوړېږي، نور هېڅ کار نه دی راته شوی. نفوس ډېر دی، دوه واړه کلينيکونه لرو او مکتبونه مو بې تعميرونو دي، موږ هر وخت د قومي تړونونو له لارې د دولت ملاتړ کړی او خپلې سيمې مو ښې امن ساتلې، خو توجه ډېره کمه ده.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.