محمودراقي (پژواک، ۲۳ لړم ۹۸): د ملي اردو چارواکي وايي، د کاپيسا په نجراب ولسوالۍ کې يې له وسله والو مخالفینو سره په نښته کې ۱۹ وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د ۲۰۱ سېلاب قول اردو وياند ډګرمن محمد هارون يوسفزي د لړم په ۲۳مه پژواک اژانس ته وويل، طالب وسله والو تېره ورځ د کاپیسا نجراب ولسوالۍ د پته او غوث درو په سيمو کې د سيمه ييزو پوليسو او پاڅونوالو پر پوستو ډله ييز بريدونه وکړل.
دی وايي، د وسله والو له بريد وروسته د ملي اردو ځواکونه د پاڅونوالو او سيمه ييزو پوليسو مرستې ته ورغلي چې وسله والو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
دی وايي، په دې نښته کې د وسله والو طالبانو اته جنګیالي وژل شوي او ۱۱ نور ټپيان دي چې د ځينو جسدونه د جګړې په ډګر کې پاتې شوي دي.
هغه وويل، د دې نښتې پر مهال امنيتي ځواکونو له وسله والو يو شمېر وسلې او مهمات هم ترلاسه کړي او په نښته کې امنيتي ځواکونو ته کوم زيان نه دی اوښتی.
د سېلاب قول اردو دغه چارواکي وايي چې اوس په سيمه کې وضعيت ښه شوی او د امنيتي ځواکونو د پوستو د بيارغونې چارې پيل او په سيمه کې چاڼيز عمليات هم پيل شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن