کابل (پژواک، ٢٣ لړم ٩٨): يوه باوري سرچينه وايي چې د انس حقاني په ګډون خوشي شوي درې طالب زندانيان قطر هېواد ته رسېدلي دي.
افغان حکومت د لړم په ٢١مه په مشروط ډول د انس حقاني په ګډون د درې طالب بندیانو د خوشي کېدو خبر ورکړى او ويلي يې وو، پر داسې میکانیزم کار روان دی چې یاد درې کسان د طالبانو د بریدونو د زیاتېدو لامل نه شي. انس حقاني چې د طالبانو مهم کس دی، د ۱۳۹۳ کال د تلې په میاشت کې نیول شوی او د بګرام په زندان کې تر توقیف لاندې و.
يوې باوري سرچينې چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله، د لړم په ٢٣مه پژواک ته وويل چې خوشي شوي درې طالب زندانيان د قطر هېواد مرکز دوحې ښار ته رسېدلي دي.
سرچينې وويل چې ياد کسان نن دغه هېواد ته رسېدلي دي.
په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين د لړم په ٢٣مه پژواک اژانس ته وويل چې په دې اړه کومه تبصيره نه لري.
بل لور ته په کابل کې د حکومت د رسنيو مرکز مشر فيروز بشري رسنيو ته ويلي، د افغان حکومت نړيوالو ملګرو ژمنه کړې چې د انس حقاني په ګډون خوشي درې زندانيان به بېرته د جګړې ډګر ته نه ور ګرځي.
له دې مخکې يوې سرچينې پژواک ته ويلي وو چې تر تېرې شپې پورې ياد درې کسان قطر ته نه و رسېدلي او د هغو د تګ په اړه يو څه اختلاف پيدا شوى او تګ يې ځنډېدلى دى.
ويل کيږي چې ياد درې طالبان په کابل کې د امريکايي پوهنتون د دوه استادانو په بدل کې چې د طالبانو لخوا تښتول شوي و ، خوشې شوي دي.
امریکايی کلن کیون کینګ او استرالیایی ۴۸ کلن تیموتي په ۲۰۱۶ کال کې له کابل ښاره تښتول شوي وو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن