ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لوګر کې له زده کوونکو د ناوړې جنسي ګټې اخیستنې څېړنې ته پلاوی وټاکل شو

لوګر کې له زده کوونکو د ناوړې جنسي ګټې اخیستنې څېړنې ته پلاوی وټاکل شو

author avatar
14 Nov 2019 - 15:36
لوګر کې له زده کوونکو د ناوړې جنسي ګټې اخیستنې څېړنې ته پلاوی وټاکل شو
author avatar
14 Nov 2019 - 15:36

 

کابل (پژواک، ۲۳ لړم ۹۸): د پوهنې وزارت د لوګر په ښوونځیو کې د ماشومانو له خوا د ناوړه جنسي ګټې اخیستنې د ادعا څېړلو په موخه د حقیقت موندلو پلاوی ټاکلی دی.

یاد استازی وروسته له هغه ټاکل کېږي چې ګارډین ورځپاڼې د لوګر په ښوونځیو کې له ماشومانو د ناوړه جنسي ګټې اخیستنې په اړه یو څېړنیز راپور خپور کړی دی.

په هغې خبرپاڼه کې چې د پوهنې وزارت له خوا خپره شوې راغلي چې په یاد وزارت کې د ښوونکو او په ښوونځیو او مدرسو کې د اداري کاکوونکو په ګډون د دغه وزارت له ټولو کاکوونکو جدي څارنه کوي.

د خبرپاڼې په دوام کې راغلي چې د شته اعاوو پر څېړنې سربېره د پوهنې وزارت په دغه راپور کې د خپرو شوو شمېرو په اړه له ټولو ملي او نړیوالو رسنیو غواړي چې د څېړنیزو راپورونو په خپرولو کې له منل شوو علمي معیارونو ګټه واخلي.

د دغه وزارت په خبره، د څېړنیزو راپورونو لیکوالان باید د مرکه اورېدونکو شمېرې، د مرکې د ترسره کولو طریقي او هغو سرچینو او اسنادو په واسطه چې مرکې کوي، وړاندې کړي.

په پای کې راغلي چې د ګارډین په راپور کې د ورکړل شوي راپور له شمېرو، یوازې په څو ځانګړو مواردو کې اسناد وړاندې شوي او هغه هم ښکاره نه دي.

ګارډین ورځپانې راپور ورکړی چې د لوګر په شپږو ښوونځیو کې ۵۴۶ هلکانو ماشومانو سره، د استادانو، لویانو زده کوونکو او زور لرونکو کسانو له خوا بد جنسي چلند شوی دی.

د راپور په دوام کې راغلي چې یو شمېر قربانیان وروسته له هغه چې ويډیوګانې یې پر فېسبوک خپرې شوې، ووژل شول.

په دغه راپور کې راغلې چې پنځو کورنیو خپل زامن هغه وخت ووژل چې پر ټولنیزو شبکو یې په خپرو شوو ويډیوګانو کې د دوی څېرې ولیدې: «دوه ۱۳ تر ۱۵ کلن ماشومان تېره اوونۍ ووژل شول؛ خو تر اوسه معلومه نه ده چې دوی د چا له خوا ووژ شول.»

د راپور په حواله، د ښوونځي د زده کوونکو له خوا ویل شوي چې سرمعلم د ښوونځي په کتابتون کې یو شخصي اتاق درلود چې هره ورځ به له رخصتۍ وروسته او د اوونۍ په پای کې، په هغه ځای کې له زده کوونکو ناوړه جنسي استفاده کوله.

د راپور په بله برخه کې راغلي چې د مدني ټولنې بنسټونو، د لوګر ځوانانو او ټولنیزو موسسو په دغو ښوونځیو کې له ماشومانو د ناوړه جنسي  ګټې اخیستنې په اړه ټولنیزو په شبکو کې له سلو ډېرو انځوریزو ويډیوګانو تر کشف وروسته دغه ناوړه کار په ډاګه کړ.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.