ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“مرکزي ادارې تېرو کلونو کې د کندهار پنځو سرحدي ولسواليو ته هیڅ پاملرنه نه ده کړې”

“مرکزي ادارې تېرو کلونو کې د کندهار پنځو سرحدي ولسواليو ته هیڅ پاملرنه نه ده کړې”

author avatar
14 Nov 2019 - 17:19
“مرکزي ادارې تېرو کلونو کې د کندهار پنځو سرحدي ولسواليو ته هیڅ پاملرنه نه ده کړې”
author avatar
14 Nov 2019 - 17:19

کندهار (پژواک، ۲۳ لړم ۹۸): ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د کندهار د پنځو ولسوالیو اوسېدونکي وايي، په تېرو شاوخوا دوو لسیزو کې د خدماتي او پرمختیايي چارو په برخه کې دغو ولسوالیو ته ډېره کمه پاملرنه شوې ده.

د دغو ولسوالیو مشران وايي، مرکزي اداره دې په دغو ولسوالیو کې خلکو ته خدمات وړاندې کړي او په متوازنه توګه دې پرمختیايي چارې پيل کړي.

د کندهار د سپین بولدک ولسوالي قومي مشر او د ولایتي شورا غړي حاجي فدامحمد افغان پژواک خبري اژانس ته وویل، د دې ولایت پنځه ولسوالۍ سپين بولدک، معروف، ارغستان، ښورابک او رېګستان ډیورنډ کرښې ته څېرمه پرتې مهمې ولسوالۍ دي.

هغه زیاته کړه، له بده مرغه په تېرو ۱۸- ۲۰ کلونو کې دغو ولسوالیو ته هیڅ پاملرنه نه ده شوې.

د ده په خبره، په یادو شوو ولسوالیو کې خلکو ته ان د لومړنیو اړتیاوو پوهنې او روغتیا په برخه کې هم د اړتیا وړ خدمات نه دي وړاندې شوي.

هغه زیاته کړه، د دغو ولسوالیو ډېری ماشومان له زده کړو بې برخې دي او ناروغان یې د درملنې لپاره پر خرابو لارو له کړاو ډک سفرونه کوي.

نوموړي غوښتنه وکړه چې دغو ولسوالیو ته دي پاملرنه ډېره شي، مواصلاتي لارې دې یې ورغول شي او په متوازنه توګه دې په کې پرمختیايي چارې تر سره او خلکو ته خدمات وړاندې شي.

د ارغستان ولسوالۍ قومي مشر ملک کمال پژواک اژانس ته وویل، د ارغستان په ګډون په یادو شوو ولسوالیو کې د اړتیا وړ روغتیايي مرکزونه نشته، د ځینو ولسوالیو لارې نه دي جوړې شوي او د کندهار ولایت له مرکز سره نه دي نښلول شوي.

دی وايي، د ارغستان او معروف ولسوالۍ اوسېدونکي د روغتیا په برخه کې له جدي ستونزو سره مخ دي، د دغو ولسوالیو ډېری اوسېدونکي د ناروغیو د درملنې په موخه په ساعتونو سفر کوي او ډېری یې ان خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د معروف ولسوالۍ اوسېدونکي عبدالله افغان پژواک ته وویل، د دې او نورو ولسوالیو اوسېدونکي د پوهنې، روغتیا، مخابراتو، لارو او ګڼو نورو لومړنیو اړتیاوو په برخو کې له خدماتو بې برخې دي او له همدې امله له ستونزو او کړاوونو ډک ژوند تېروي.

هغه زیاته کړه، دغه ولسوالي د وسله والو طالبانو تر ولکې لاندې ده او حکومت ته یواځې د سالیسون په سیمه کې پر ډیورنډ کرښې څو سرحدي پوستې ورپاتې دي.

د ده په خبره، د دې ولسوالۍ د خلکو تر ټولو جدي ستونزه د ښوونځیو د نشتوالي ده چې له امله یې د خلکو اولادونه بې برخلیکه دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.