ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د داعش ۱۵ غړي له خپلو کورنيو سره دولت ته تسلیم شوي

ننګرهار کې د داعش ۱۵ غړي له خپلو کورنيو سره دولت ته تسلیم شوي

author avatar
14 Nov 2019 - 14:10
ننګرهار کې د داعش ۱۵ غړي له خپلو کورنيو سره دولت ته تسلیم شوي
author avatar
14 Nov 2019 - 14:10

جلال اباد (پژواک، ۲۳ لړم ۹۸): د ننګرهار چارواکي وايي چې د دغه ولايت په اچين ولسوالۍ کې د داعش ډلې ۱۵ غړي چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي، دولت ته تسليم شول.

د معلوماتو له مخې، ياد وسله وال نن سهار په سيمه کې ولسي پاڅونوالو ته تسليم شوي دي.

د ننګرهار ولايت د رسنيو له دفتره پژواک اژانس ته د لړم په ۲۳مه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه ولايت په اچين ولسوالۍ کې د داعش ۱۵ غړي چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي، دولت ته تسليم شوي دي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په يو ځای شوو وسله والو کې ډېری يې ښځې او ماشومان دي او په سيمه کې د عملياتو له امله مجبور شوي چې دولت ته ځانونه تسليم کړي.

له بل پلوه د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې د ملي اردو په مشرۍ د ګډو ځواکونو عمليات روان دي چې چارواکي وايي، د باندر درې وروستۍ سيمې به هم ونيسي.

په ختيځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګرمن محمد هارون يوسفزي پژواک اژانس ته وويل چې ياد عمليات په سيمه کې د داعش وسله والو د ځپلو په موخه درې ورځې مخکې پيل شوي دي.

هغه ټينګار وکړ چې د دغو سيمو په نيولو سره به اچين ولسوالۍ په بشپړه توګه د حکومت تر کنټرول لاندې راشي او زياتوي چې اوس هم د يادې ولسوالۍ ۹۵ سلنه سيمې له وسله والو پاکې شوې دي.

دی وايي، له تېرو شاوخوا ۱۵ ورځو راهيسې په دغه ولايت کې نږدې ۳۰۰ داعشيان له خپلو کورنيو سره يوځای دولت ته تسليم شوي دي.

نوموړی هم وايي چې د امنيتي ځواکونو د عملياتو پايله ده چې ځيني وسله وال وژل کېږي او ځيني يې دولت ته تسليمېږي.

خو داعش وسله والو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.