ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ايران کې د ترافيکي پېښې له امله ٢٨ افغانان مړه شوي او ٢١نور ټپيان دي

په ايران کې د ترافيکي پېښې له امله ٢٨ افغانان مړه شوي او ٢١نور ټپيان دي

author avatar
14 Nov 2019 - 11:57
په ايران کې د ترافيکي پېښې له امله ٢٨ افغانان مړه شوي او ٢١نور ټپيان دي
author avatar
14 Nov 2019 - 11:57

کابل(پژواک، ٢٣لړم ٩٨) : ايراني رسنۍ وايي چې په ياد هېواد کې د دوه موټرو د ټکر له امله ٢٨ تنه افغان کډوال مړه شوي او ٢١ نور ټپيان دي، په تهران کې د افغانستان سفير هم دغه پېښه تاييدوي. 
د تسنيم او ايرنا په نومونو ايراني رسنيو خبر ورکړى چې دغه پېښه د سيستان بلوچستان په خاش نومې سيمه کې رامنځ ته شوې ده .

سرچينې زياته کړې چې ياده پېښه هغه مهال رامنځته شوې چې دوه مسافر وړونکو موټرو ټکر کړى چې له امله يې ٢٨ افغانان مړه شوي او٢١ نور ټپيان دي. سرچينې ويلي چې دغه پېښه نن سهار سروان خاش پر لويه لار رامنځته شوې ده .

 د ايران په پلازمينې تهران کې د افغانستان سفير عبدالغفور لېوال د لړم په ٢٣مه پژواک اژانس ته وويل : ((دا پېښه شوې ده او په خواشینۍ سره موږ د خپلو یوشمېر هېوادولو د شهادت او ټپي کېدو خبر تر لاسه کړی ، سفارت خپلو همکارانو ته د زاهدان په قونسلګرۍ کې، چې پېښې ته نږدې ده، هدایت ورکړی چې پېښه جدي وڅاري، د ټپیانو پوښتنې ته ورشي او له سیمه ییزو مقاماتو سره په همکارۍ او هماهنګۍ د شهیدانو د لېږد چارې عملي کړي.))

لېوال زياته  کړه : ((سیمه له امنیتي پلوه په داسې شرایطو کې ده چې زموږ همکاران باید تر لازمو هماهنګیو وروسته ورشي. سفارت هر څه له نږدې څاري او تر خپل وس و صلاحیته به د متضررو افغانانو غوښتنو ته ځان ورسوي .))

د ايران سيستان بلوچستان د افغانستان له نيمروز ولايت سره سرحد لري او زياتره وخت يو شمېر افغانان له دې لارې ايران او بيا له هغه ځايه ترکيې او نورو اروپايي هېوادونو ته په غير قانوني توګه ځي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.