ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په بدخشان کې سږ کال د چهارمغزو حاصلات د پام وړ ډېر شوي

په بدخشان کې سږ کال د چهارمغزو حاصلات د پام وړ ډېر شوي

author avatar
14 Nov 2019 - 17:52
په بدخشان کې سږ کال د چهارمغزو حاصلات د پام وړ ډېر شوي
author avatar
14 Nov 2019 - 17:52

فیض اباد(پژواک،۲۳ لړم ۹۸): د بدخشان د کرنې ریاست مسوولين وايي چې په دغه ولایت کې د تېر کال په پرتله سږ کال د چهار مغزو حاصلات درې برابره ډېر شوي دي

د بدخشان د کرنیزو چارو امر نصیراحمد احمدي پژواک ته وویل، د هغې سروې له مخې چې سږ کال د بهارک، جرم، شهدا، یفتل بالا، یفتل پایین او د دروازها پنځه ولسوالیو او د یاد ولایت په نورو برخو کې ترسره شوې، د چهارمغزو حاصلات شپږ زرو ټنو ته رسېدلي دي.

دده په خبره، د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې، په تېرو کلونو کې دغه اندازه دوو زرو ټنو ته رسېده چې دا درې برابره ډېروالی ښيي.

نوموړي په بدخشان کې د چهارمغزو د ودې لامل مناسب اقلیم، پروخت اورښتونه او د چهارمغزو د روزنې او پالنې په برخه کې له بزګرانو د حکومت ملاتړ بولي.

د شهدا ولسوال غلام فاروق بهیج وویل: ((په دې ولسوالۍ کې د تېر کال په پرتله د چهارمغزو  حاصلات ۳۰ سلنه ډېر شوي او بڼوال د چهارمغزو له یوې ونې ۱۵ تر ۲۰ منه حاصل ترلاسه کړی چې د تېر کال په پرتله ۳۰ سلنه ډېروالی ښيي او سږکال بڼوالو له دې لارې ښه عاید ترلاسه کړی دی.))

د بهارک ولسوالۍ د شش پل کلي اوسېدونکی محمدجان چې د چهارمغزو ۳۰ ونې لري وویل: ((سږ کال مې د چهار مغزو له هرې ونې ۲۰ تر ۳۰ منه حاصل ترلاسه کړ چې د پلور له لارې مې یې ښه عاید واخیست، که څه هم سږ کال د چهارمغزو حاصلات ښه مارکېټ نه لري او زیات سیمه ییزو سوداګر یې په کمه بیه «من په ۶۰۰ تر ۹۰۰» افغانۍ پېري خو بیا هم ما د چهارمغزو د پلور له لارې ښه عاید ترلاسه کړ.))

د شهدا ولسوالۍ د ازریو کلي اوسېدونکي محمد نبي په دې اړه وویل: ((په تېرو کلونو کې د کندوز، مرازشریف او کابل ولایتونو سوداګر دې ولسوالۍ ته راتلل او چهارمغز یې پېرل او سوداګریزو شرکتونو بیا بهر ته صادرول، خو سږ کال یوازې د همدې ولایت سوداګر او سیمه ییز دوکاندران په کمه بیه (یو من په ۸۰۰ افغانۍ) له بڼوالو پېري او په بازار کې یې په ۱۰۰۰ تر ۱۱۰۰ افغانۍ پلوري.))

هغه وویل، اوس د چهارمغزو حاصلات د پلور ښه مارکېټ نه لري.

د بدخشان د اقتصاد رییس عبدالحسیب دقیق وویل، په دې کې شک نشته چې د بدخشان د خلکو اقتصاد پر کرنیزو توکو او مالدارۍ تکیه دی چې په تېرو څو کلونو کې د وچکالۍ او کم اورښت له امله د حاصلاتو کچه ټيټه شوې وه او خلک د خپلو کورنیو لګښتونو د پوره کولو لپاره ګاونډیو هېوادونو ته کډه کېدل.

هغه زیاته کړه: ((په بدخشان کې اوس کې د بېوزلۍ کچه لوړه ده، داچې د تېرو کلونو په پرتله د چهارمغزو حاصلات درې برابره ډېر شوي بڼوالو او بزګرانو ته ښه خبر دی، چې د چهارمغزو د پلور له درکه د کورنۍ د اړتیاوو یوه برخه پوره کړي.))

نوموړي د بڼوالو حاصلاتو ته د پلور بازار د نه موجودیت په اړه وویل : (( زموږ د ترلاسه کړي راپور له مخې، زیاتره سوداګریز شرکتونه خپل استازي د ولایت مرکز ته لېږلي څو د بڼوالو چهارمغز وپېري او ترکیې ته یې صادر کړي، اوس یو من ښه چهارمغز په ۱۰۰۰ افغانۍ پلورل کېږي او دا د بدخشان بڼوالو ته ښه عایداتي مدرک دی.))

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.