ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اروزګان کې د ۱۳ قومونو ګډه شورا جوړه شوه

اروزګان کې د ۱۳ قومونو ګډه شورا جوړه شوه

author avatar
14 Nov 2019 - 12:15
اروزګان کې د ۱۳ قومونو ګډه شورا جوړه شوه
author avatar
14 Nov 2019 - 12:15

ترينکوټ (پژواک، ٢٣ لړم ٩٨): په اروزګان ولايت کې د خلکو د ستونزو د حل په موخه له ١٣ قومونو يوه لويه قومي شورا جوړه شوې ده.

د يادې قومي شورا له خوا په جوړه شوې غونډې کې قومي مشر حاجي احمد شاه خان وويل چې له تېرو درېيو کلونو راهيسې په دغه ولايت پرله پسې جګړې روانې دي.

هغه وايي چې د دغو جګړو له امله زرګونه کورنۍ بېځايه شوې، لويې لارې تړل شوې او خلک له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي.

ده وويل: ((له يادو  ټولو ستونزو د خلاصون په موخه نن موږ دغه لويه قومي شورا جوړه کړه چې لګښت يې هم خپله قومونه ورکوي.))

د نوموړي د معلوماتو له مخې، دغه شورا به د خلکو ستونزې له اړوندو دولتي ادارو سره شريکوي او بيا به يې تر عملي کېدو پورې تعقيبوي.

د همدې شورا يو بل غړي سرکاتب محمد شاه وويل چې دغه شورا به د نورو ستونزو ترڅنګ د خلکو خپلمنځي شخړې هم حل کوي.

د سرکاتب په وينا، په دې شورا کې د ولایت د ټولو قومونو استازي شته او ټول د يوې موخې لپاره کار کوي.

همدارنګه د شورا یوه بل غړي حاجي قسیم محمدي وویل: ((همدا زموږ بې اتفاقي وه چې کلونه را باندې ظلم او ستم کېده، خو له دې وروسته به ټول په پوره عزم د يوه هدف لپاره کوو.))

د شورا يادو غړو ويل چې د دغه ولايت نور اوسېدونکي هم کولاى شي چې د شورا غړيتوب ترلاسه کړي.

د يادونې ده، څو کاله وړاندې په اروزګان کې د دغه ولايت د پخواني امنيه قوماندان مطيع الله خان له لوري د اصلاحي شورا په نوم د قومونو يوه شورا جوړه شوه چې تر ډېره يې د خلکو ستونزې حل کولې، خو د مطيع الله خان له وژل کېدو وروسته د دغه شورا فعاليتونه هم ودرېدل.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.