ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لویې پکتیا ځوانان: د ولسمشرۍ ټاکنو د پایلو ځنډېدو غبرګون کې به لاریونونه وکړو

د لویې پکتیا ځوانان: د ولسمشرۍ ټاکنو د پایلو ځنډېدو غبرګون کې به لاریونونه وکړو

author avatar
14 Nov 2019 - 14:31
د لویې پکتیا ځوانان: د ولسمشرۍ ټاکنو د پایلو ځنډېدو غبرګون کې به لاریونونه وکړو
author avatar
14 Nov 2019 - 14:31

کابل (پژواک، ۲۳ لړم ۹۸): د لویې پکتیا د ځوانانو ټولنې ګډه جرګې پر دې سربېره چې د ولسمشرۍ ټاکنو د پايلو د ژر اعلانېدو غوښتنه وکړه، وايي چې د سولې پروسه دې د حکومت پر مالکيت ترسره شي.

په دې جرګه کې چې د لوګر، پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو د ځوانانو لسګونه ټولنې برخه لري، دوی نن په کابل کې په خبري غونډه کې د ټاکنو پر خپلواک کمېسیون غږ وکړ چې د ولسمشرۍ ټاکنو پایلې دې ژر اعلان شي، که نه دوی به مدني حرکتونه او لاریونونه وکړي.

د ولسمشرۍ ټاکنې د روان کال د تلې په شپږمه ترسره شوې، د مهالوېش له مخې لومړنۍ پایلې باید د تلې په ۲۷مه او وروستۍ یې د لړم په ۱۶مه اعلان شوې وای؛ خو له بایومټریک ماشینونو سرور ته د معلوماتو په لېږد کې د ځنډ له امله د ټاکنو لومړنۍ پایلې وځنډېدې او کمېسیون نن (۲۳مه لړم) ژمنه کړې وه چې لومړنۍ پایلې به اعلانوي، خو تېره شپه د کمېسیون ویاند میرزا محمد حق پرست پژواک ته وویل، نن د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې د ولایتي دفترونو تړلو او د کار حجم زیاتوالي له امله نه اعلانیږي.

د يادې جرګې مشر نصرت الله وفا په نننۍ غونډه کې وویل، د لویې پکتیا خلک ولسواکۍ ته ژمن دي او د نظام پیاوړتیا غواړي، مګر یو شمېر اشخاص شته چې د ولسونو قربانيو ته نه ګوري او د خپلو ګټو لپاره د ملي پروسې خنډ ګرځي.

دغه راز دی وايي، د سولې پروسه دې د افغانستان د حکومت پر مالکیت ترسره شي؛ ځکه په هغو پرېکړو کې چې د افغانستان په اړه کېږي، حکومت بايد په کې شامل وي.

د لویې پکتیا ځوانانو ټولنې ګډې جرګې پرېکړه لیک کې چې حمید منګل ولوست، په کې راغلي وو، د ټاکنو خپلواک کمېسیون د پایلو د اعلان صلاحیت لري او دوی هېچا ته اجازه نه ورکوي چې څوک دې دا ملي پروسه وګواښي.

دوی وايي، نوماندان د امتیاز لاسته راوړلو لپاره پر کمېسیون او حکومت فشار راوړي او په چارو کې یې مداخله کوي، خو دوی له نوماندانو غواړي چې له شخصي غوښتنو تېر شي او د ولسونو ارادې ته درناوى وکړي.

همدارنګه دغه جرګه د پکتیا د اریوب ځاځیو په علي سنګیو سیمه کې "د بې ګناه ملکي وګړو وژنې" څېړنه غواړي چې د تېرې دوشنبې په شپه د بهرنیو ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د یوې کورنۍ اووه کسان ووژل شول.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.