د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د پکتيا په دوو ولسواليو کې د سل ميليونه افغانيو په لګښت پروژې پيل شوې

د پکتيا په دوو ولسواليو کې د سل ميليونه افغانيو په لګښت پروژې پيل شوې

Nov 14, 2019 - 15:12

ګردېز (پژواک، ۲۲ لړم ۹۸): د پکتيا ولايت په سيد کرم او ميرزکه ولسواليو کې د سل ميليونه افغانيو په لګښت د دېرش بستريز روغتون او يوه سړک جوړېدو چارې پيل شوې.

د پکتيا ولايتي چارواکو يادو ولسواليو ته د سفر پر مهال وويل چې د ټولو سيمو د متوازن انکشاف اصل ته په پام هڅه کوي چې د خلکو ستونزو او غوښتنو ته رسېدنه وکړي.

د پکتيا والي شميم خان کټوازي په سيد کرم کې د دېرش بستريز روغتون د چارو د پيل پر مهال وويل چې ياد روغتون د عامې روغتيا وزارت له خوا په کابو ۷۸ ميليونه افغانيو په ۱۸۵۰ متره مربع ځمکه کې جوړېږي چې شپږ بستريزې خونې، د عملياتو، اېکسرې او بېړنۍ خونې، لابراتوار، د کنفرانسونو تالار، ګودامونه او نورې اړينې اسانتياوې به ولري.

کټوازي زياته کړه چې د دغه روغتون له جوړېدو سره به په ياده ولسوالۍ کې روغتيايي خدمتونه لوړ او په دې ولسوالي کې به اووه ښوونځيو ته ودانۍ هم جوړې شي.

نوموړی وايي: ((دا به ډېره عصري شفاخانه وي، چارې به يې په يو کال کې بشپړې شي. په نورو ولسواليو کې د مکتبونو د تعميرونو کارونه شروع شوي و، خو دلته لا نه و او دوی دا ګيله هم لرله، نن مو د هغوی ټولو کار هم ورخلاص کړ. همدارنګه د سيدکرم ولسوالي په بازار او مرکزي سيمو کې د ماسټر پلان عملي کېدو لپاره هم اړوندو ادارو ته د ټوپوګراپي د سروې بشپړولو هدايت شوی دی.))

د سيد کرم ولسوالۍ اوسېدونکي د روغتون د چارو پيل ته خوښ دي او وايي چې لا هم د پوهنې، بيارغونې او کرنې په برخو کې ګڼې ستونزې او اړتياوې لري.

د دوی له ډلې شفيق توتاخېل وايي چې له ډېرو کلونو يې د دې روغتون جوړېدو هڅې کړې او لا هم د سيدکرم ولسوالي د ځينو سړکونو جوړېدو او کرنې پراختيا ته جدي اړتيا ده.

توتاخېل پژواک ته وويل: ((له لسو کلونو مو د دغه روغتون غوښتنه وه، اکثره وخت چې موږ ګردېز ته مريض رسوو، په لاره کې مړ کيږي، د بنسټ ډبره يې کېښودل شوه، خو هيله من يو چې کارونه يې هم بشپړ شي او هوايي نه وي. دلته بايد د رغونې په برخو کې ډېرې پروژې پلې شي.))

همدارنګه په ميرزکې ولسوالۍ کې د ګردېز ــ ډنډپټان له عمومي سړک څخه تر غونځۍ سيمې پورې په ۲۵ ميليونه افغانيو د څلور کيلومتره سړک جوړېدو چارې هم پيل شوې چې د کليو پرختيا او بيارغونې وزارت له خوا جوړېږي.

د يادې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې خپلې سيمې يې خپله او له امنيتي ځواکونو سره په نږدې همکارۍ ساتلې او سره له دې چې په سيمه کې يې هېڅ ډول امنيتي ستونزې نشته، خو بيا هم ورته کار نه دی شوی او د روغتيا، پوهنې، مخابراتو او بيارغونې په برخو کې ګڼې اړتياوې لري.

د ميرزکې ولسوالي اوسېدونکی حاجي محمدګل وايي چې روغتون، د ښوونځيو ودانيو، استنادي دېوالونو، د کارېزونو کيندلو، سربندونو او د مخابراتي پوښـښ پراختيا د خلکو غوښتنې دي.

محمدګل وویل: ((اولين کار موږ ته دا دی چې دغه سړک راته جوړېږي، نور هېڅ کار نه دی راته شوی. نفوس ډېر دی، دوه واړه کلينيکونه لرو او مکتبونه مو بې تعميرونو دي، موږ هر وخت د قومي تړونونو له لارې د دولت ملاتړ کړی او خپلې سيمې مو ښې امن ساتلې، خو توجه ډېره کمه ده.))

د پکتيا والي شميم خان کټوازي وويل چې د ميرزکې ولسوالي اوسېدونکو هر وخت د دولت ملاتړ کړی او خپلې سيمې يې امن ساتلې او هڅه کوي چې د پراختيا او پرمختيا لپاره يې ځينې نورې پروژې هم پيل شي.

کټوازی وايي: ((د ميرزکې ولسوالۍ د غونځۍ سيمې سړک جوړېږي چې خلک په ډېره ستونزه کې دي، لاره نشته او خلک په غرونو اوړي، هغه غر او غونډۍ به پوره کټ کېږي او منظم سړک به ورته جوړ شي. څوک چې د نظام ملاتړي وي، موږ هم هغوی ته ډېره توجه کوو.))

ميرزکه د مرکز ګردېز ختيځ شاوخوا څلوېښت کيلومترۍ کې پرته امنه ولسوالۍ ده چې د نورو برخو ترڅنګ تاريخي او فرهنګي اثار هم لري چې تر دې دمه يې د رغونې او کيندنې په برخو کې هېڅ کار نه دی شوی.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement