د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

سرچينه: د انس حقاني په ګډون خوشي شوي درې طالب بنديان قطر ته رسېدلي

سرچينه: د انس حقاني په ګډون خوشي شوي درې طالب بنديان قطر ته رسېدلي

Nov 14, 2019 - 14:12

 

کابل (پژواک، ٢٣ لړم ٩٨): يوه باوري سرچينه وايي چې د انس حقاني په ګډون خوشي شوي درې طالب زندانيان قطر هېواد ته رسېدلي دي.

افغان حکومت د لړم په ٢١مه په مشروط ډول د انس حقاني په ګډون د درې طالب بندیانو د خوشي کېدو خبر ورکړى او ويلي يې وو، پر داسې میکانیزم کار روان دی چې یاد درې کسان د طالبانو د بریدونو د زیاتېدو لامل نه شي. انس حقاني چې د طالبانو مهم کس دی، د ۱۳۹۳ کال د تلې په میاشت کې نیول شوی او د بګرام په زندان کې تر توقیف لاندې و.

يوې باوري سرچينې چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله، د لړم په ٢٣مه پژواک ته وويل چې  خوشي شوي درې طالب زندانيان د قطر هېواد مرکز  دوحې ښار ته رسېدلي دي.

سرچينې وويل چې ياد کسان نن  دغه هېواد ته رسېدلي دي.

په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين د لړم په ٢٣مه پژواک اژانس ته وويل چې په دې اړه کومه تبصيره نه لري. 

بل لور ته  په کابل کې د حکومت د رسنيو مرکز مشر فيروز بشري رسنيو ته ويلي، د افغان حکومت نړيوالو ملګرو ژمنه کړې چې د انس حقاني په ګډون خوشي درې زندانيان به بېرته د جګړې ډګر ته نه ور ګرځي.

له دې مخکې يوې سرچينې پژواک ته ويلي وو چې تر تېرې شپې پورې ياد درې کسان قطر ته نه و رسېدلي او د هغو د تګ په اړه يو څه اختلاف پيدا شوى او تګ يې ځنډېدلى دى.

ويل کيږي چې ياد درې طالبان په کابل کې د امريکايي پوهنتون د دوه استادانو په بدل کې چې د طالبانو لخوا تښتول شوي و ، خوشې شوي دي.

امریکايی کلن کیون کینګ او استرالیایی ۴۸ کلن تیموتي په ۲۰۱۶ کال کې له کابل ښاره تښتول شوي وو.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement