د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

"مرکزي ادارې تېرو کلونو کې د کندهار پنځو سرحدي ولسواليو ته هیڅ پاملرنه نه ده کړې"

"مرکزي ادارې تېرو کلونو کې د کندهار پنځو سرحدي ولسواليو ته هیڅ پاملرنه نه ده کړې"

Nov 14, 2019 - 17:19

کندهار (پژواک، ۲۳ لړم ۹۸): ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د کندهار د پنځو ولسوالیو اوسېدونکي وايي، په تېرو شاوخوا دوو لسیزو کې د خدماتي او پرمختیايي چارو په برخه کې دغو ولسوالیو ته ډېره کمه پاملرنه شوې ده.

د دغو ولسوالیو مشران وايي، مرکزي اداره دې په دغو ولسوالیو کې خلکو ته خدمات وړاندې کړي او په متوازنه توګه دې پرمختیايي چارې پيل کړي.

د کندهار د سپین بولدک ولسوالي قومي مشر او د ولایتي شورا غړي حاجي فدامحمد افغان پژواک خبري اژانس ته وویل، د دې ولایت پنځه ولسوالۍ سپين بولدک، معروف، ارغستان، ښورابک او رېګستان ډیورنډ کرښې ته څېرمه پرتې مهمې ولسوالۍ دي.

هغه زیاته کړه، له بده مرغه په تېرو ۱۸- ۲۰ کلونو کې دغو ولسوالیو ته هیڅ پاملرنه نه ده شوې.

د ده په خبره، په یادو شوو ولسوالیو کې خلکو ته ان د لومړنیو اړتیاوو پوهنې او روغتیا په برخه کې هم د اړتیا وړ خدمات نه دي وړاندې شوي.

هغه زیاته کړه، د دغو ولسوالیو ډېری ماشومان له زده کړو بې برخې دي او ناروغان یې د درملنې لپاره پر خرابو لارو له کړاو ډک سفرونه کوي.

نوموړي غوښتنه وکړه چې دغو ولسوالیو ته دي پاملرنه ډېره شي، مواصلاتي لارې دې یې ورغول شي او په متوازنه توګه دې په کې پرمختیايي چارې تر سره او خلکو ته خدمات وړاندې شي.

د ارغستان ولسوالۍ قومي مشر ملک کمال پژواک اژانس ته وویل، د ارغستان په ګډون په یادو شوو ولسوالیو کې د اړتیا وړ روغتیايي مرکزونه نشته، د ځینو ولسوالیو لارې نه دي جوړې شوي او د کندهار ولایت له مرکز سره نه دي نښلول شوي.

دی وايي، د ارغستان او معروف ولسوالۍ اوسېدونکي د روغتیا په برخه کې له جدي ستونزو سره مخ دي، د دغو ولسوالیو ډېری اوسېدونکي د ناروغیو د درملنې په موخه په ساعتونو سفر کوي او ډېری یې ان خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د معروف ولسوالۍ اوسېدونکي عبدالله افغان پژواک ته وویل، د دې او نورو ولسوالیو اوسېدونکي د پوهنې، روغتیا، مخابراتو، لارو او ګڼو نورو لومړنیو اړتیاوو په برخو کې له خدماتو بې برخې دي او له همدې امله له ستونزو او کړاوونو ډک ژوند تېروي.

هغه زیاته کړه، دغه ولسوالي د وسله والو طالبانو تر ولکې لاندې ده او حکومت ته یواځې د سالیسون په سیمه کې پر ډیورنډ کرښې څو سرحدي پوستې ورپاتې دي.

د ده په خبره، د دې ولسوالۍ د خلکو تر ټولو جدي ستونزه د ښوونځیو د نشتوالي ده چې له امله یې د خلکو اولادونه بې برخلیکه دي.

دغه راز دی وايي، اوس مهال یواځې یو ډاکټر او یوه ډاکټره په یوه دوه کوټې لرونکي کور کې روغتیايي خدمات وړاندې کوي چې نه په کې د ناروغانو د بستر او نه هم د سامان الاتو اسانتیاوې شته.

افغان وویل، حکومت دې دغه کلینيک بېرته ورغوي څو د پخوا په څېر په کې خلکو ته روغتیايي اسانتیاوې وړاندې شي.

هغه زیاته کړه، وسله والو طالبانو دغې ولسوالۍ ته غځېدلې لاره د وام درې په سیمه کې په ماینونو تړلې او خلکو ته پرې د تګ راتګ اجازه نه ورکوي، دغه راز امنیتي ځواکونه بیا پر نورو فرعي لارو د خلکو تګ راتګ مخنیوی کوي او خلک مجبوروي چې پر همدې لار تګ راتګ وکړي.

دی وايي، د دې ولسوالۍ اوسېدونکي مجبور دي د اړتیا پر مهال د زابل ولایت له لارې کندهار ته ته سفر وکړي چې یوه بشپړه ورځ په بر کې نیسي.

په ټولنیزو چارو کې د کندهار ولایت مرستیال حاجي اغا لالی دستګیري مني چې په تېرو کلونو کې دغه ولسوالۍ له پامه لوېدلي او ډېره توجه نه ده ورته شوې.

خو دی وايي چې ناامنۍ په یادو ولسوالی کې لامل شوي چې خلک د دولت له خدماتو بې برخې پاتې شي.

هغه د دغو ولسوالیو له اوسېدونکو او مخورو وغوښتل چې د دولت او وسله والو تر منځ دې د ټولګټو پروګرامونو او خدماتي چارو د عملي کولو په برخه کې منځګړتوب وکړي.

د یادونې ده چې دوه ورځې وړاندې د قومونو او قبایلو چارو وزیر ګل اغا شېرزي سپین بولدک ولسوالۍ ته سفر کړی وو او له هغوی سره یې د دغو ولسوالیو د اوسېدونکو د ستونزو پر سر خبرې کړې دي.

شېرزی وايي، د یادو شوو ولسوالیو ستونزې به د حل په موخه مخامخ له ولسمشر سره شریکوي.

دغه راز د دغو ولسوالیو مشرانو د دغو ستونزو د هواري په موخه د یوې ګډې شورا پر جوړولو هم هوکړه کړې ده.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement