د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

پنجشېر کې د یومانا پر یوه موټر برید شوی خو تلفات نه لري

پنجشېر کې د یومانا پر یوه موټر برید شوی خو تلفات نه لري

Nov 14, 2019 - 10:15

 

چاریکار (پژواک، ۲۳ لړم ۹۸): د پنجشېر سیمه ییز مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د یوناما کارکوونکو پر موټر وسله وال برید شوی چې د یادې ادارې هېڅ کارکوونکي ته زیان نه دی اوښتی.

د پنجشېر امنیه قوماندان جنرال محمد اسحاق تمکین د یاد خبر په تایید سره پژواک خبري اژانس ته وویل چې د یوناما یا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر د کارکوونکو پر موټر د طالبانو له خوا وسله وال برید شوی دی.

نوموړي زیاته کړه چې له نېکه مرغه د یادې ادارې هېڅ کارکوونکي ته زیان نه دی اوښتی.

د تمکین په وینا، دغه برید داسې مهال شوی چې د یوناما د کارکوونکو یاد موټر د پنجشېر پر لویه لار د دغه ولایت د مرکز پر لور روان و.

هغه په داسې حال کې چې د یاد برید مسوولیت پر طالبانو اچوي، وايي: ((امنیتي ځواکونو د خلکو په همکارۍ د پېښې ساحې ته نږدې د کورونو تلاشي پیل کړې ده، په هڅه کې یو څو د دې پېښې عاملین پیدا کړو.))

د یاد برید مسولیت تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement