خوست ښار (پژواک، ۲۳ لړم ۹۸): امنيتي چارواکي وايي چې په خوست کې موټرسايکل بم چاودنې يو کس وژلى او دوه نور یې ټپيان کړي دي.
دغه چاودنه نن شاوخوا يوولس بجې د خوست د صبریو ولسوالۍ اړوند د خلبسات په ښارګوټي کې شوې ده.
د خوست د امنيې قوماندانۍ وياند عادل حيدر پژواک خبرى اژانس ته وويل چې په پېښه کې وژل شوی او ټپيان ملکي خلک دي.
د احمد ولي په نوم د سيمې يوه اوسېدونکي بيا له پژواک سره په خبرو کې ټپيان پنځه کسان یاد کړل.
تر دې دمه د پېښې مسووليت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخيستی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن