ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غني د حقوقو او شرعیاتو پوهنځیو تحصیلي نصابونه پرانیستل

غني د حقوقو او شرعیاتو پوهنځیو تحصیلي نصابونه پرانیستل

author avatar
15 Nov 2019 - 09:49
غني د حقوقو او شرعیاتو پوهنځیو تحصیلي نصابونه پرانیستل
author avatar
15 Nov 2019 - 09:49

کابل (پژواک، ۲۴ لړم ۹۸): ولسمشرغني، د وړاندې شوي تحصیلي نصاب سرچینې ضعیفې وبللې، پر پیاوړتیا یې ټینګار وکړ، ویې ویل چې اکاډمیک بنسټونه باید د ملي یوالي ممثل وي او فارغان یې د هېواد له اساسي قانون څخه بنیادي درک ولري.

د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني  تېر ماښام د هېواد د پوهنتونونو د حقوقو او شرعیاتو پوهنځیو تحصیلي نصاب د پرانیستې په مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.

په دغو مراسمو کې چې په چهارچنار ماڼۍ کې ترسره شول، غني د هېواد د تحصیلي نصاب د بیا کتنې په برخه کې له دخیلو بنسټونو مننه وکړه او ويې ویل، د بشري پانګې ایجادول اساسي او مبرمه مسئله ده.

 هغه زیاته کړه: «اساسي قانون هغه میثاق دی چې موږ یې له یو بل سره تړلي یوو او هغه مسلکي کادرونه چې له پوهنتونونو فارغېږي باید د هیواد اساسي قانون بنیادي درک کړي.»

د ده په وینا، په پوهنتونونو کې تعصب، تبعیض او تفرقه ځای نه لري او باید د هیواد اکاډمیک بنسټونه د ملي وحدت ممثل واوسي.

جمهوررئیس غني د پوهنتونونو او ټولو علمي مرکزونو د کیفیت پر ارتقا ټینګار کړی ویلی یې دي چې په وړاندې شوي تحصیلي نصاب کې منابع ضعیفې دي او باید لوړو زده کړو وزارت له نورو وزارتونو او ادارو سره په ګډه د تحصیلي نصاب د پیاوړتیا په موخه رغونکی بحث پیل کړي.

هغه ویلي چې د ظرفیت جوړولو مرکز دې پوهنتونونو ته ولېږدول شي تر څو د مسلکي کادرونو د تربیې یوه واحده منبع واوسي.

ولسشمر وویل، په دې اړه چې ټکنالوجي د راتلونکې مسیر مشخصوي واضح اجماع شته او باید پر ټکنالوجۍ د پوهنتونونو د سنبالیتا په برخه کې عملي اقدامات وشي او په نوې ټکنالوجۍ د پوهنتونونو عیارول دې د راتلونکي کال په بودجه کې په پام کې ونیول شي.

هغه د لوړو زده کړو وزارت چارواکو ته لارښوونه وکړه چې د کیفیت لوړلو په برخه کې دې خپل وړاندیزونه زیات کړي او د قانونون د حاکمیت او بشري سرچینو عالي شوراګانو کې دې د لوړو زده کړو وزارت پر لومړیتوبونو زیات بحث وشي.

 دغني په وینا، د کیفیت او کمیت ترمنځ تعادل وجود نه لري او په راتلونکو کلونو کې دې د کیفیت پر لوړولو تمرکز زیات شي.

هغه پر دې په ټینګار چې باید تحصیلي څانګې د کار د بازار پر بنسټ عیارې شي او زیاته یې کړه: «د پوهنتونونو فارغان چې په ادارو کې استخدامېږي باید د رهبرۍ او مدیریت ترڅنګ د ټکنالوجۍ مهارتونه هم ولري.»

ده په پوهنتونونو کې د افغانستان پر پېژندنې ټینګار وکړ او وېې ویل، پوهنتونونه او دولتي ادارې باید ځانونه د واحد دولت-ملت جز وګڼي او ګډ کار وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.