کابل (پژواک، ۲۴ لړم ٩٨): په افغانستان کې د کرنې پراختیا لپاره د یوه افغان محصل طرحې، سوېلي کوریا کې جوړ شوي د کرنې پراختیا او همکاریو نړیوال سمپوزیم کې دویم مقام خپل کړ.
د محمد اسحق عبادي په نوم دغه افغان چې د سوېلي کوریا د هنکیونګ ملي پوهنتون د کرنې انجنیرۍ په څانګه کې د ماسټرۍ په کچه زده کړې کوي، د لړم په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په یاد سمپوزیم کې د اسيايي او افريقايي شلو هېوادونو په لسګونو محصلينو ګډون کړى وو.
هغه وایي چې د محصلینو له خوا جوړې شوې لس غوره طرحې دغه سمپوزیم ته وړاندې شوې، چې یوه یې هم د ده طرحه وه.
عبادي وایي چې ده د خپلې طرحې د جوړېدو لپاره علمي څېړنې د کرنې په برخه کې د افغانستان، سوېلي کوریا او هندوستان د تجربو پر بنسټ تر سره کړې دي.
هغه وویل چې یاده طرحه یې تېره ورځ د کرنې پراختیا او همکاریو دويم نړیوال سمپوزیم ته وړاندې کړه او په اړه یې وضاحت ورکړ.
ده زیاته کړه:« خوشبختانه زما طرحې دویم مقام خپل کړ. د دغې طرحې له مخې کېدای شي د افغانستان کرنیز تولیدات ډېر او ورسره کورني عواید لوړ شي.»
د نوموړي د معلوماتو له مخې، په دغه سمپوزیم کې د اکوادور هېواد د یوه محصل طرحې لومړی او د بنګله دېش هېواد د یوه محصل طرحې درېیم ځای خپل کړ.
د کرنې پراختیا او همکاریو نړیوال سمپوزیم هر کال د سوېلي کوریا په چونچیون ښار کې ترسره کیږي او په دغې سمپوزیم کې د بېلابېلو هېوادونو پوهان، د پوهنتونونو پروفیسوران او محصلين برخه اخلي او د کرنې او کلیو پراختیا لپاره خپلې څېړنې او تجربې له یوبل سره شریکوي.
د يادونې ده چې دا مهال شاوخوا ۸۰ افغان محصلين د سوېلي کوریا په بېلابېلو پوهنتونونو او پوهنځیو کې د ليسانس، ماسټرۍ او دوکتورا په کچه زده کړې کوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن