د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

غني د حقوقو او شرعیاتو پوهنځیو تحصیلي نصابونه پرانیستل

غني د حقوقو او شرعیاتو پوهنځیو تحصیلي نصابونه پرانیستل

Nov 15, 2019 - 09:49

کابل (پژواک، ۲۴ لړم ۹۸): ولسمشرغني، د وړاندې شوي تحصیلي نصاب سرچینې ضعیفې وبللې، پر پیاوړتیا یې ټینګار وکړ، ویې ویل چې اکاډمیک بنسټونه باید د ملي یوالي ممثل وي او فارغان یې د هېواد له اساسي قانون څخه بنیادي درک ولري.

د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني  تېر ماښام د هېواد د پوهنتونونو د حقوقو او شرعیاتو پوهنځیو تحصیلي نصاب د پرانیستې په مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.

په دغو مراسمو کې چې په چهارچنار ماڼۍ کې ترسره شول، غني د هېواد د تحصیلي نصاب د بیا کتنې په برخه کې له دخیلو بنسټونو مننه وکړه او ويې ویل، د بشري پانګې ایجادول اساسي او مبرمه مسئله ده.

 هغه زیاته کړه: «اساسي قانون هغه میثاق دی چې موږ یې له یو بل سره تړلي یوو او هغه مسلکي کادرونه چې له پوهنتونونو فارغېږي باید د هیواد اساسي قانون بنیادي درک کړي.»

د ده په وینا، په پوهنتونونو کې تعصب، تبعیض او تفرقه ځای نه لري او باید د هیواد اکاډمیک بنسټونه د ملي وحدت ممثل واوسي.

جمهوررئیس غني د پوهنتونونو او ټولو علمي مرکزونو د کیفیت پر ارتقا ټینګار کړی ویلی یې دي چې په وړاندې شوي تحصیلي نصاب کې منابع ضعیفې دي او باید لوړو زده کړو وزارت له نورو وزارتونو او ادارو سره په ګډه د تحصیلي نصاب د پیاوړتیا په موخه رغونکی بحث پیل کړي.

هغه ویلي چې د ظرفیت جوړولو مرکز دې پوهنتونونو ته ولېږدول شي تر څو د مسلکي کادرونو د تربیې یوه واحده منبع واوسي.

ولسشمر وویل، په دې اړه چې ټکنالوجي د راتلونکې مسیر مشخصوي واضح اجماع شته او باید پر ټکنالوجۍ د پوهنتونونو د سنبالیتا په برخه کې عملي اقدامات وشي او په نوې ټکنالوجۍ د پوهنتونونو عیارول دې د راتلونکي کال په بودجه کې په پام کې ونیول شي.

هغه د لوړو زده کړو وزارت چارواکو ته لارښوونه وکړه چې د کیفیت لوړلو په برخه کې دې خپل وړاندیزونه زیات کړي او د قانونون د حاکمیت او بشري سرچینو عالي شوراګانو کې دې د لوړو زده کړو وزارت پر لومړیتوبونو زیات بحث وشي.

 دغني په وینا، د کیفیت او کمیت ترمنځ تعادل وجود نه لري او په راتلونکو کلونو کې دې د کیفیت پر لوړولو تمرکز زیات شي.

هغه پر دې په ټینګار چې باید تحصیلي څانګې د کار د بازار پر بنسټ عیارې شي او زیاته یې کړه: «د پوهنتونونو فارغان چې په ادارو کې استخدامېږي باید د رهبرۍ او مدیریت ترڅنګ د ټکنالوجۍ مهارتونه هم ولري.»

ده په پوهنتونونو کې د افغانستان پر پېژندنې ټینګار وکړ او وېې ویل، پوهنتونونه او دولتي ادارې باید ځانونه د واحد دولت-ملت جز وګڼي او ګډ کار وکړي.

  غني وایي چې د قانون حاکمیت او پر وړاندې پراته خنډونه یې بحث ته اړتیا لري.

هغه زیاته کړه چې د ځوان نسل د تربیې لپاره باید د راتلونکي کال په بودجه کې واضح تخصیص شتون او بودجه د دولت پر اصلي دندو تمرکز ولري.

ولسمشر د خپلو خبرو په پای کې وویل، د اصلاحاتو پر وړاندې مخالفت ځای نه لري او دولت به د ځوان نسل په حق کې جفا ونه کړي.

 په دغو مراسمو کې د لوړو زده کړو وزارت د علمي برنامو د انکشاف رئیس خواجه زبیر صدیقي د هېواد د پوهنتونونو د تحصیلي نصاب د بیاکتنې او انکشاف ملي برنامې د معرفي په اړه معلومات وړاندې کړل.

د دغو مراسمو په پای کې ولسمشر غني په داسې حال کې چې یو شمېر دولتي چارواکو یې ملتیا کوله د هېواد د پوهنتونونو د حقوقو او شرعیاتو پوهنځیو تحصیلي نصابونه پرانیستل.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement