د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

هلمند کې د ملکی خلکو پر موټر چاودنې درې کسان ووژل او شپږ یې ټپیان کړل

هلمند کې د ملکی خلکو پر موټر چاودنې درې کسان ووژل او شپږ یې ټپیان کړل

Nov 15, 2019 - 16:23

لښکرګاه (پژواک، ۲۴ لړم ۹۸): د سیمې اوسېدونکي وایی چې د هلمند د نادعلي ولسوالۍ په «شاول» سیمه کې د ملکي خلکو پر موټر چاودنه کې درې کسان ووژل شول او شپږ نور ټپیان شول.

د سیمې یوه اوسېدونکي میر احمد د دغو څرګندونو تر څنګ پژواک خبري آژانس ته وویل چې دغه کسان د هلمند له مرکز هلمند نه نادعلي ته پر لاره وو چې موټر یې ماین والوځاوه.

د سیمې یوه بل اوسېدونکي عبدالباري هم دغه څرګندونې تایید کړې او ویې ویل چې دغه چاودنه نن غرمه مهال رامنځته شوه.  

د هغوی د معلوماتو له مخې، په وژل شویو کسانو کې دوه ماشومان او يو سړی شامل دي.

لښکرګاه کې د ایمرجنسي روغتون یوه سرچېنه وایي چې د شاول سیمې کې شپږ ټپیان شوې دغه کسان یاد روغتون ته وروړل شوي دي.    

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک په دغه چاودنه کې د شپږو کسانو ټپی کېدل تاییدوي او وايي چې په چاودنه کې د وژل شویو کسانو راپور یې نه دی تر لاسه کړی.

هغه د دغه ماین د ځای پر ځای کېدو پړه پر وسله والو طالبانو اچوي، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement