ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

«زما درد د زرګونو افغان ښځو درد دی چې له جګړې ورته په میراث پاتې دی»

«زما درد د زرګونو افغان ښځو درد دی چې له جګړې ورته په میراث پاتې دی»

author avatar
16 Nov 2019 - 16:42
«زما درد د زرګونو افغان ښځو درد دی چې له جګړې ورته په میراث پاتې دی»
author avatar
16 Nov 2019 - 16:42

 

شبرغان (پژواک،٢٥ لړم ٩٨): د جوزجان ولایت ۳۵ کلنه اوسېدونکې چې خاوند او دوه وروڼه یې د دولت وسله والو مخالفینو وژلي او د خپلو درېیو اولادونو او دوو ورېرونو د اقتصادي ستونزو د حل لپاره هره ورځ سوال کوي، نوموړې وايي، زما درد د زرګونو افغان ښځو درد دی چې د جګړې له غځېدو ورته په میراث پاتې دی.

یاده مېرمن نظیفه نومېږي او د جوزجان د درزاب ولسوالۍ د سردرې کلي اصلي اوسېدونکې ده.

نظیفې څلور کاله مخکې ارام ژوند درلود، خو د خاوند، دوو وروڼو او ورېندارې له وژل کېدو وروسته اوس د پنځو اولادونو او ورېرو دروند مسوولیت پر غاړه لري.

نوموړې پژواک خبري اژانس ته وویل: ((مېړه مې شپون وو، موږ پیسه دار نه وو، خو خوشاله ژوند مو درلود.))

د نظیفې بدبختي څه ډول او له کوم ځایه پیل شوه؟

په داسې حال کې چې نظیفه له خپل پنځه کلن زوی سره یوځای د شبرغان ښار پر سړک پر سوال بوخته وه، له پژواک خبري اژانس سره یې په یوه ځانګړې مرکه کې وویل، د کورنۍ څلور غړي (مېړه، دوه وروڼه او یوه ورېندار) یې د دولت د وسله والو مخالفینو له خوا وژل شوي دي.

نوموړې چې فولادي زړه چادري یې پر سر وه، د خپل ژوند غمجنه کیسه داسې وکړه: ((مېړه مې عبدالله شپني کوله، عاجز او بې غرضه سړی و او هېچا ته یې زیان نه رسېده.))

نوموړې چې په دې خبرو یې له دواړو سترګو اوښکې تلې، وویل: ((ارام او خوشال ژوند مو هغه مهال پر وینو او خاورو بدل شو چې درې کاله مخکې مې مېړه داسې مهال د وسله والو مخالفینو لاس ته ورغلل چې د کلي په یوه تپه یې رمه څروله، مېړه مې یې په ډېره بې رحمۍ او ظلم پر ډزو وویشت.))

نوموړې دې پوښتنې ته په ځواب کې چې څه ډول پوه شوه مېړه یې د دولت وسله والو وژلی؟ وویل: ((د کلي خلکو چې له هغې سیمې تېرېدل راته کیسه وکړه چې کله مې یې پر مېړه ډزې کولې، ورته ویې ویل، ته د سیمه ییزو پولیسو له کورنۍ یې، ته جاسوس یې او زموږ جاسوسي کوې.))

نوموړې چې له ډېره درده یې کرار کرار د خبرو توان له لاسه ورکاوه او اوښکې یې د چادرۍ پر څنډه پاکې کړې، وویل: ((ورېندار او دوه ځوان وروڼه مې چې د درزاب ولسوالۍ په سردره کلي کې یې د سیمه ییزو پولیسو په لیکو کې د دولت د وسله والو مخالفینو پر ضد جګړه کوله، هم دوه کاله مخکې وسله والو ووژل.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.