ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخ کې د یوه هنرمند کورنۍ له حکومته د عدالت غوښتنه وکړه

بلخ کې د یوه هنرمند کورنۍ له حکومته د عدالت غوښتنه وکړه

author avatar
16 Nov 2019 - 16:30
بلخ کې د یوه هنرمند کورنۍ له حکومته د عدالت غوښتنه وکړه
author avatar
16 Nov 2019 - 16:30

مزارشريف (پژواک، ۲۵ لړم ۹۸): د افغان هنرمند "قدوس فرهمند" کورنۍ له حکومته د عدالت غوښتنه وکړه او ويې ويل چې د يو کال په تېرېدو سره په دې قضيه کې هېڅ پرمختګ نه دى شوى.

ياد هنرمند د تېر کال په لړم مياشت کې د بلخ په خلم ولسوالۍ کې د ناپېژاندو وسله والو له لوري ووژل شو.

د بلخ يو شمېر هنرمندانو او فرهنګيانو د لړم په ۲۵مه د قدوس فرهمند د لومړي تلين په مناسبت غونډه جوړه کړې وه.

د "قدوس فرهمند" ورور رسول فرهمند د يادې غونډې په اوږدو کې پژواک ته وويل چې حکومت لا هم په دې قضيه کې عدالت نه دی تامين کړی.

هغه زياته کړه چې د ورور له وژلو يې يو کال تېرېږي؛ خو په خبره يې چې لا هم دغه قضيه مرموزه پاتې ده او د ياد قتل عاملين نه دي نيول شوي.

نوموړي وويل: ((پوليسو ته مو بار بار مراجعه کړې؛ خو لا يې قناعت لرونکی ځواب نه دی راکړی، ځينې وخت خو حتی لا راته وايي، چې دې قضيې نه تېر شی، موږ نه پوهېږو، چې ولې حکومت په يو کال کې نه توانېږي، چې د دغې پېښې څرنګوالی معلوم کړي.))

د هغه په وينا، د تېر کال په لېندۍ مياشت کې بلخي هنرمندانو له حکومته غوښتنه وکړه چې د مرحوم فرهمند له کورنۍ سره مرسته وکړي؛ خو زياته يې کړه چې لا هم مزار ښاروالۍ، د شهيدانو او معلولينو رياست، ولايت مقام او نورو اړوند ادارو په دې برخه کې هېڅ مرسته نه ده کړې.

فرهمند وويل چې له حکومته يواځې عدالت غواړي.

په ورته مهال د بلخ ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د هنر څانګې رييس محمد صادق سرمست زاده پژواک ته وويل چې د فرهمند د قتل په څېر قضيو ته نه رسېدنه هنري فعاليتونه له خنډ او ځنډ سره مخ کولای شي.

هغه زياته کړه چې حکومت بايد ډېر مخکې دغه قضيه په هر اړخيز ډول څېړلې او پېګيرې کړې وای.

سرمست زاده همدا راز په بلخ ولايت کې وروستۍ نا امنۍ او جګړې د هنري فعاليتونو د محدودېدو لامل بولي.

نوموړی وويل: ((کله چې امنيت نه وي، ښکاره خبره ده ، چې هنرمند خبل فعاليتونه په سهي ډول نشي ترسره کولای.))

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.