ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

درغلي کوونکي ټاکنیز کارکوونکي د رایو په تفتیش او بیا شمېرنه کې د ګډون حق نه لري

درغلي کوونکي ټاکنیز کارکوونکي د رایو په تفتیش او بیا شمېرنه کې د ګډون حق نه لري

author avatar
16 Nov 2019 - 17:51
درغلي کوونکي ټاکنیز کارکوونکي د رایو په تفتیش او بیا شمېرنه کې د ګډون حق نه لري
author avatar
16 Nov 2019 - 17:51

کابل (پژواک، ۲۵ لړم ۹۸): د ټاکنو خپلواک کمېسیون درغلي کوونکي کارمندان د ټاکنو شکایاتو کمېسیون ته ورپېژني او ټینګار کوي چې دا کارکوونکي باید د رایو په تفتیش او بیا شمېرنې بهیر کې ګډون ونه کړي.

ولسمشرۍ ټاکنې د تلې په شپږمه ترسره شوې، په داسې حال کې چې د هغه لومړنۍ پایلې یو ځل د تلې له ۲۷مې د لړم ۲۳مې او وروسته له هغې تر نامعلوم مودې وځنډول شوې، چې ټاکنو کمېسیون د لړم په ۱۸مه د رایې ورکونې د ۸۲۵۵ محلونو د رایو بیا شمېرنه پیل کړه؛ خو هغه د یوشمېر ټاکنیزو ټيمونو د اعتراضونو له امله د لړم په ۲۱ ودرول شوه.

د ټاکنو په ورځ په ټول هېواد کې د رایې ورکونې ۲۶۵۸۰ محلونه پرانیستل شوی وي وو.

دغه کمېسیون د لړم په ۲۳مه، هغه ورځ چې باید د ټاکنو لومړنۍ پایلې یې اعلان کړې وای، پرېکړه وکړه او په هغه کې راغلي: «د ټاکنو خپلواک کمېسیون دارالانشاء اړ دی څو د ټولو ټاکنیزو کارکوونکو نوملړ چې د ټاکنو په بهیر کې یې درغلي کړې ده؛ د روان کال د لړم میاشتې تر ۲۸مې نېټې د تیار او د ټاکنو شکایاتو کمېسیون ته د ور وپېژندل شي، دا کارکوونکي باید د رایو په تفتیش او بیا شمېرنه کې ګډون ونه کړي.»

د یاد کمېسیون د دغې ۱۰۷مې  پرېکړې له مخې، د رایې ورکونې د محلونو هغه رییسان چې خپلې دندې یې سمې نه دي ترسره کړې او له همدې امله د دوی د اړوندو محلونو رایې تفتیش او بیا شمېرنې ته راجع شوې دي، په بیا شمېرنه کې د ګډون حق نه لري.

همدراز د دغې پرېکړې له مخې، د ولسوالۍ ماموران او امران، د مرکز مدیر، د محل رییس او د رایو ورکوونکو د بایو مټریک ماشینونو د ثبت کاکوونکي چې د رایې ورکونې په محلونو کې يې بې له بایومټریک رایې ورکړل شوې، د بایومتریک معلومات یې سم نه وي ثبت کړي، یا یې د پایلو ډیجیټالي فورمه نه وي ډکه کړې، یا یې هم ناسمه ډکه کړې وي او یا یې د پایلو د فومې انځور نه وي اخیستی، هم په دغې پرېکړه کې شامل يد.

د دې پرېکړې له مخې؛ د ولسوالۍ امران او ماموران، د محل رییس او د بایومتریک ماشینونو کارکوونکي چې د رایې ورکونې د محل اړوند بایومټریک ماشین میموري کارتونه یې ورک شوي وي، یا یې مرکزي دفتر ته نه وي رسولي، یا ټاکنیز توکي په زور ورڅخه اخیستل شوي وي، یا یې راپور نه وي ورکړی،او یا د اړونده رایې ورکولو د محل په فورمو کې درج شوې او بایومټریک ماشینونو رایې سره توپیر ولري، په تفتیش او بیا شمېرنه کې د ګډون حق نه لري.

د دغې پرېکړې په اساس؛ په ولایتونو کې ټاکنیز رییسان چې د سرغړونو راپورونه، درغلۍ او ټاکنیز جرمونه یې د خپل مسوولیت په اډانه کې نه وي وړاندي کړي او یا هم په یوه ډول په سرغړونو او نورو مواردو کې ښکېل وي، نه شي کولای د رایو په تفتیش او بیا شمېرنه کې ګډون وکړي.

د دغې پرېکړې په پای کې د کمېسیون رییسې حوا علم نورستاني، سید عصمت الله مل، مسافر قوقندي، مولانا عبدالله، اورنګزېب، محمد حنیف دانشیار، رحیمه ظریفي او احمد اسحاق حسن د کمېسیون کمېشنرانو هم لاسلیکونه کړي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.