ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسي جرګه په لوګر کې له زده کوونکو سره د جنسي ځورونې ادعا څېړي

ولسي جرګه په لوګر کې له زده کوونکو سره د جنسي ځورونې ادعا څېړي

author avatar
16 Nov 2019 - 19:10
ولسي جرګه په لوګر کې له زده کوونکو سره د جنسي ځورونې ادعا څېړي
author avatar
16 Nov 2019 - 19:10

کابل (پژواک، ۲۵ لړم ۹۸): ولسي جرګې د لوګر په یوشمېر ښوونځیو کې له هلکانو زده کوونکو سره د جنسي ځورونې د ادعا څېړلو لپاره اته کسيز پلاوى وټاکه.

ګاډین ورځپاڼې تېره اونۍ راپور ورکړی چې د لوګر په شپږو ښوونځیو کې ۵۶۴ هلکان زده کوونکي د استادانو، لویانو زده کوونکو او قدرمتمندانو له خوا د جنسي ځورونې ښکار شوي دي.

په دغه راپور کې راغلي چې پنځو کورنیو وروسته له هغه خپل زامن ووژل چې په ټولنیز شبکو کې یې په خپرو شوو انځوریزو ويډیوګانو کې د هغوى څېرې ولیدې.

په ولسي جرګه د کندهار د خلکو استازی سید احمد سېلاب د جرګې په نننۍ ناسته کې وویل: "د لوګر موضوع د افغانستان او د افغانستان د معارف د عزت موضوع ده، څو چې دا موضوع  په جدي ډول ونه څېړل شي، په دې اړه باید څوک نظر ورنه کړي."

په جرګه کې د جوزجان د خلکو استازې حلیمې صدف وویل، هغه کسان چې په لوګر کې یې د متعلمینو په حق کې داسې کار کړی، باید تر تعقيب لاندې ونيول شي او په هغه صورت کې چې واقعیت ونه لري، نو داسې اوازې باید د هېواد معارف تر پوښتنې لاندې رانه ولي.

د دغې جرګې یوې بلې غړې مریم سما په داسې حال کې چې ویل یې په ټولنیزو رسنیو کې د داسې ناوړه چلند وېډیوګانې خپرې شوې، د دغې موضوع د جدي څېړنې غوښتنه وکړه.

د ولسي جرګې څو نورو غړو د دغه راپور خپرول وحشتناک وبلل او د څېړلو غوښتنه یې وکړه.

په پای کې شاوخوا ۳۰ استازو د داخلي اصولو او دندو سره سم، د جرګې رییس ته د لیک په استولو، د عمومي جرګې د ناستې په اجنډا کې دغه موضوع ته د ځای ورکولو غوښتونکي شول او د یاد راپور د څېړلو غوښتنه یې وکړه.

د جرګې غړو د رايو په اکثريت دا موضوع په اجنډا کې شامله کړه او اته تنه (د ښځو چارو او بشري حقونو یو غړى، د داخلي کمېسیون یو امنیتي غړى، د عدلي او قضایي کمېسیون یو غړى، د معارف او لوړو زده کړو کميسيون یو غړى، د شکایاتو د اورېدو کميسيون یو غړى، په دغه جرګه کې د لوګر د خلکو دوه استازو) ته دنده سپارل شوې څو دا قضیه وڅېړي او راپور یې له جرګې سر شریک کړي.  

د جرګې رییس مر رحمان رحماني د پلاوي له غړو وغوښتل څو دا موضوع په بې پلوۍ سره وڅېړي.

دا په داسې حال کې ده چې د دغه راپور د حقیقت څېړلو په موخه د پوهنې وزارت هم یو پلاوی login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.