کابل (پژواک، ۲۵ لړم ۹۸): په کابل کې یو شمېر ځوانانو له حکومت او طالبانو څخه په کابل ښار کې د نېغ په نېغه خبرو د پيل او اوربند غوښتنه وکړه.
دغه څرګندونې په هغې غونډه کې وشوې چې د ځوانانو د بهير له لوري د لړم په ٢٥مه په کابل ښار کې جوړه شوې وه.
په دې غونډه کې د ياد بهير مشر ادريس ستانکزي وویل چې افغان ولس نور له وژنو ستړى شوى، حکومت او طالبان بايد ژر تر ژره د سولې خبرې پیل او اوربند اعلان کړي.
د ستانکزي په اند، څو چې خلک سره یو ځاى نه شي او خپل غږ د تاوتریخوالي پر وړاندې پورته نه کړي، سولې ته رسېدل ستونزمن دي.
هغه وړانديز وکړ چې د سولې په پروسه کې دې ځوانانو ته ونډه ورکړل شي او ترڅنګ دې د ملي اجماع پر جوړولو هم فکر وشي او حکومت دې خپلې سرې کرښې هم نه ماتوي.
ده وويل چې حکومتي مسوولين او سياسيون دې يو ځاى د سولې لپاره هلې ځلې وکړي څو يوې پايلې ته ورسېږي.
نوموړي پر طالبانو تور پورې کړ چې د اسلام په نوم يې په دې خاوره کې جګړه جارې ساتلې چې په ترڅ کې يې ښوونځي، جوماتونه او د خلکو کورونه ويجاړېږي.
ستانکزي له نړيوالي ټولنې غوښتنه وکړه چې د افغانستان په کورنيو چارو کې دې لاسوهنې نه کوي.
دغه راز په ياده غونډه د ځوانانو په استازيتوب اختر زمان رييسي وويل چې اوس مهال په هېواد کې یوه پياوړي نظام ته اړتیا ده څو له ولس سره یوځای د سولې لپاره هلې ځلې وکړي.
نوموړي د پياوړې نظام رامنځته کېدو په موخه د ټاکنو له کمېسیونه غوښتنه وکړه چې ژر ژره د ولسمشرۍ ټاکنو پايلې اعلان کړي.
د يادونې ده، په افغانستان کې د سولې راتلو په موخه شاوخوا يوولس مياشتې د قطر هېواد په دوحې ښار کې د امريکا او د طالبانو د استازو ترمنځ مذاکرات ترسره شول خو کومې پايلې ته ونه رسېدل.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن