د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

«زما درد د زرګونو افغان ښځو درد دی چې له جګړې ورته په میراث پاتې دی»

«زما درد د زرګونو افغان ښځو درد دی چې له جګړې ورته په میراث پاتې دی»

Nov 16, 2019 - 16:42

 

شبرغان (پژواک،٢٥ لړم ٩٨): د جوزجان ولایت ۳۵ کلنه اوسېدونکې چې خاوند او دوه وروڼه یې د دولت وسله والو مخالفینو وژلي او د خپلو درېیو اولادونو او دوو ورېرونو د اقتصادي ستونزو د حل لپاره هره ورځ سوال کوي، نوموړې وايي، زما درد د زرګونو افغان ښځو درد دی چې د جګړې له غځېدو ورته په میراث پاتې دی.

یاده مېرمن نظیفه نومېږي او د جوزجان د درزاب ولسوالۍ د سردرې کلي اصلي اوسېدونکې ده.

نظیفې څلور کاله مخکې ارام ژوند درلود، خو د خاوند، دوو وروڼو او ورېندارې له وژل کېدو وروسته اوس د پنځو اولادونو او ورېرو دروند مسوولیت پر غاړه لري.

نوموړې پژواک خبري اژانس ته وویل: ((مېړه مې شپون وو، موږ پیسه دار نه وو، خو خوشاله ژوند مو درلود.))

د نظیفې بدبختي څه ډول او له کوم ځایه پیل شوه؟

په داسې حال کې چې نظیفه له خپل پنځه کلن زوی سره یوځای د شبرغان ښار پر سړک پر سوال بوخته وه، له پژواک خبري اژانس سره یې په یوه ځانګړې مرکه کې وویل، د کورنۍ څلور غړي (مېړه، دوه وروڼه او یوه ورېندار) یې د دولت د وسله والو مخالفینو له خوا وژل شوي دي.

نوموړې چې فولادي زړه چادري یې پر سر وه، د خپل ژوند غمجنه کیسه داسې وکړه: ((مېړه مې عبدالله شپني کوله، عاجز او بې غرضه سړی و او هېچا ته یې زیان نه رسېده.))

نوموړې چې په دې خبرو یې له دواړو سترګو اوښکې تلې، وویل: ((ارام او خوشال ژوند مو هغه مهال پر وینو او خاورو بدل شو چې درې کاله مخکې مې مېړه داسې مهال د وسله والو مخالفینو لاس ته ورغلل چې د کلي په یوه تپه یې رمه څروله، مېړه مې یې په ډېره بې رحمۍ او ظلم پر ډزو وویشت.))

نوموړې دې پوښتنې ته په ځواب کې چې څه ډول پوه شوه مېړه یې د دولت وسله والو وژلی؟ وویل: ((د کلي خلکو چې له هغې سیمې تېرېدل راته کیسه وکړه چې کله مې یې پر مېړه ډزې کولې، ورته ویې ویل، ته د سیمه ییزو پولیسو له کورنۍ یې، ته جاسوس یې او زموږ جاسوسي کوې.))

نوموړې چې له ډېره درده یې کرار کرار د خبرو توان له لاسه ورکاوه او اوښکې یې د چادرۍ پر څنډه پاکې کړې، وویل: ((ورېندار او دوه ځوان وروڼه مې چې د درزاب ولسوالۍ په سردره کلي کې یې د سیمه ییزو پولیسو په لیکو کې د دولت د وسله والو مخالفینو پر ضد جګړه کوله، هم دوه کاله مخکې وسله والو ووژل.))

د نوموړې په خبره، درې کاله مخکې د جوزجان په درزاب ولسوالۍ کې داعش ډلې فعالیت درلود ادعا یې وکړه چې دوه وروڼه او ورېندار یې هم داعش ډلې وژلي دي.

نظیفې چې له سترګو یې اوښکې روانې وې وویل: ((د ورور په وژلو مې یې بسنه ونه کړه، د مشر ورور جسد یې زما د سترګو پر وړاندې وسوځاوه.))

نظیفه د خپلو درېیو اولادونو او دوو ورېرونو د لګښت لپاره هره ورځ سوال کوي

هغې وویل، د کورنۍ د څلورو غړو له وژل کېدو وروسته مجبوره شوه چې شبرغان ښار ته لاړه شي.

په داسې حال کې چې نوموړې په شبرغان ښار کې په داسې کور کې ژوند کوي چې دروازه او کړکۍ نه لري ډېر زیات د ناهیلۍ ژوند کوي او د ژوند د اړتیاوو د پوره کولو لپاره هره ورځ سوال کوي.

نظیفې ددې په څرګندولو چې په هېواد کې زرګونه کونډې او د یتیمو ماشومانو میندې دغه ډول مسوولیت پر غاړه لري زیاته کړه، شبرغان ښار ته له راتلو وروسته دوه ځله حکومت ورسره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته کړې.

هغې زیاته کړه: ((مجوره یې چې د یوې مړۍ ډوډۍ او پیسو د ترلاسه کولو لپاره کور په کور وګرځم، خو ډېرې ورځې تش لاس راګرځم.))

نظیفې چې له لنډ سکوت وروسته یې سوړ اسوېلی وکړ او تېر ژوند یې یاد کړ وویل: ((د پلار او مېړه په کورونو کې مې په ناز او نعمت ژوند کاوه، خو اوس مجبوره یم چې د اولادونو او یتیمانو لپاره د ډوډۍ سوال وکړم، بړستنې وګنډم او د خلکو کورونه پاک کړم.))

نوموړي زیاته کړه چې د ژوند یوازېنۍ هیله یې پنځه ماشومان دي چې له هغوی سره ژوند کوي.

نوموړې د هغو ماشومانو چې د سړک پر سر کار کوي او لسګونو ښځو چې هره ورځ سوال کوي هم یادونه وکړه او وویل: ((دا ټول د جګړې میراث دی، دا معصوم ماشومان به څه ډول راتلونکی ولري؟))

د جګړې له ښکېلو لورو غوښتنه:

نوموړې وویل، د افغانستان ټول خلک له جګړې او بربادۍ ستړي شوي، د جګړې ښکېل لوري باید د خبرو اترو له لارې مخکې لاړ شي او ورور وژنې ته د پای ټکی کېږدي.

هغې ددې په ویلو چې جګړه بدبختي زېږوي او څو ځله یې دا جمله تکرار کړه خپلې خبرې پای ته ورسولې.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan