ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بدخشان کې د موټرو ټکر له امله پنځو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

بدخشان کې د موټرو ټکر له امله پنځو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

author avatar
16 Nov 2019 - 14:09
بدخشان کې د موټرو ټکر له امله پنځو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
author avatar
16 Nov 2019 - 14:09

 

فیض اباد (پژواک، ۲۵ لړم ۹۸): د فیض اباد - بهارک پر لویه لار د یوه سراچه او کاماز موټرو ترمنځ د ټکر له امله دوه تنه مړه او درې نور ټپیان شوي دي.

د بدخشان د امنیې قوماندانۍ ویاند ثنا‌ءالله روحاني پژواک خبري اژانس ته وویل چې دا پېښه پرون له غرمې وروسته د دغه ولایت د بهارک ولسوالۍ په شورابک سیمه کې رامنځته شوې ده.

نوموړي زیاته کړه چې په سراچه کې پنځه سپاره کسان د بدخشان له مرکز فیض اباده د بهارک په لور روان وو چې له بار وړونکي کاماز موټر سره یې ټکر وکړ.

ده وویل چې د دې پېښې مړه او ټپیان د سراچې موټر سپرلي دي.

روحاني زیاته کړه چې د دې پېښې ټپیان د فیض اباد ولایتي روغتون ته وړل شوي او ډاکټرانو د هغوی روغتیایي حالت د ډاډ وړ بللی.

د بدخشان د ترافیکو مدیر سیاووش حفیظي د یادې ترافیکي پېښې رامنځته کېدو لامل د کاماز موټر چلوونکي بې احتیاطي بللې ده.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.