فیض اباد (پژواک، ۲۵ لړم ۹۸): د فیض اباد - بهارک پر لویه لار د یوه سراچه او کاماز موټرو ترمنځ د ټکر له امله دوه تنه مړه او درې نور ټپیان شوي دي.
د بدخشان د امنیې قوماندانۍ ویاند ثناءالله روحاني پژواک خبري اژانس ته وویل چې دا پېښه پرون له غرمې وروسته د دغه ولایت د بهارک ولسوالۍ په شورابک سیمه کې رامنځته شوې ده.
نوموړي زیاته کړه چې په سراچه کې پنځه سپاره کسان د بدخشان له مرکز فیض اباده د بهارک په لور روان وو چې له بار وړونکي کاماز موټر سره یې ټکر وکړ.
ده وویل چې د دې پېښې مړه او ټپیان د سراچې موټر سپرلي دي.
روحاني زیاته کړه چې د دې پېښې ټپیان د فیض اباد ولایتي روغتون ته وړل شوي او ډاکټرانو د هغوی روغتیایي حالت د ډاډ وړ بللی.
د بدخشان د ترافیکو مدیر سیاووش حفیظي د یادې ترافیکي پېښې رامنځته کېدو لامل د کاماز موټر چلوونکي بې احتیاطي بللې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن