د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

بلخ کې د یوه هنرمند کورنۍ له حکومته د عدالت غوښتنه وکړه

بلخ کې د یوه هنرمند کورنۍ له حکومته د عدالت غوښتنه وکړه

Nov 16, 2019 - 16:30

مزارشريف (پژواک، ۲۵ لړم ۹۸): د افغان هنرمند "قدوس فرهمند" کورنۍ له حکومته د عدالت غوښتنه وکړه او ويې ويل چې د يو کال په تېرېدو سره په دې قضيه کې هېڅ پرمختګ نه دى شوى.

ياد هنرمند د تېر کال په لړم مياشت کې د بلخ په خلم ولسوالۍ کې د ناپېژاندو وسله والو له لوري ووژل شو.

د بلخ يو شمېر هنرمندانو او فرهنګيانو د لړم په ۲۵مه د قدوس فرهمند د لومړي تلين په مناسبت غونډه جوړه کړې وه.

د "قدوس فرهمند" ورور رسول فرهمند د يادې غونډې په اوږدو کې پژواک ته وويل چې حکومت لا هم په دې قضيه کې عدالت نه دی تامين کړی.

هغه زياته کړه چې د ورور له وژلو يې يو کال تېرېږي؛ خو په خبره يې چې لا هم دغه قضيه مرموزه پاتې ده او د ياد قتل عاملين نه دي نيول شوي.

نوموړي وويل: ((پوليسو ته مو بار بار مراجعه کړې؛ خو لا يې قناعت لرونکی ځواب نه دی راکړی، ځينې وخت خو حتی لا راته وايي، چې دې قضيې نه تېر شی، موږ نه پوهېږو، چې ولې حکومت په يو کال کې نه توانېږي، چې د دغې پېښې څرنګوالی معلوم کړي.))

د هغه په وينا، د تېر کال په لېندۍ مياشت کې بلخي هنرمندانو له حکومته غوښتنه وکړه چې د مرحوم فرهمند له کورنۍ سره مرسته وکړي؛ خو زياته يې کړه چې لا هم مزار ښاروالۍ، د شهيدانو او معلولينو رياست، ولايت مقام او نورو اړوند ادارو په دې برخه کې هېڅ مرسته نه ده کړې.

فرهمند وويل چې له حکومته يواځې عدالت غواړي.

په ورته مهال د بلخ ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د هنر څانګې رييس محمد صادق سرمست زاده پژواک ته وويل چې د فرهمند د قتل په څېر قضيو ته نه رسېدنه هنري فعاليتونه له خنډ او ځنډ سره مخ کولای شي.

هغه زياته کړه چې حکومت بايد ډېر مخکې دغه قضيه په هر اړخيز ډول څېړلې او پېګيرې کړې وای.

سرمست زاده همدا راز په بلخ ولايت کې وروستۍ نا امنۍ او جګړې د هنري فعاليتونو د محدودېدو لامل بولي.

نوموړی وويل: ((کله چې امنيت نه وي، ښکاره خبره ده ، چې هنرمند خبل فعاليتونه په سهي ډول نشي ترسره کولای.))

سرمست زاده له امنيتي ارګانونو وغوښتل چې د هنرمندانو د امنيت برخې ته جدي پاملرنه وکړي.

په بلخ کې مېشت افغان هنرمند مهدي نيازي پژواک ته وويل چې د بلخ وروستيو نا امنيو په دغه ولايت کې پر ټولو ټولنيزو چارو منفي سيوری غوړولی دی.

د نيازي په خبره، کله چې د هنرمندانو ژوند خوندي نه وي؛ نو ښکاره خبره ده چې خپل فعاليتونه محدودوي.

هغه زياتوي چې په بلخ کې د سينما د يوه معياري سالون نه شتون هم د دې لامل شوی چې هنري فعاليتونه په سم ډول پراختيا ونه مومي.

بلخي هنرمندانو له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې بلخ کې د سينما نشتون ستونزې ته رسېدنه وکړي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement