کابل (پژواک، ۲۵ لړم ۹۸): جاوېد احمد قايم په چين کې د افغانستان سفير ټاکل شوی او په راتلونکې ميلادي مياشت کې به په دغه هېواد کې د سفیر په توګه دنده پیل کړي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ په هغه ليک کې چې د چين هېواد ته يې استولی راغلي: "د افغانستان او چين ترمنځ د دوستانه اړيکو د لا پياوړتيا او پراختيا په منظور او د خپلې ځانګړې علاقمندۍ پر بنسټ، ښاغلی جاوېد قايم چې د وړتيا خاوند او زما د باور وړ دی؛ د افغانستان هستوګن سفير په توګه ټاکم."
جاوېد احمد قايم پژواک خبري اژانس ته وويل چې د چين هېواد د ولسمشر دغه استول شوي ليک ته مثبت ځواب ويلی او د ۲۰۱۹ کال د ډسمبر په مياشت کې به چين ته ولاړ شي.
قايم د ادارې او عامه پاليسۍ په برخه کې د امريکا د اريزونا له پوهنتونه ماسټرۍ لري او د پراختيا مديريت په برخه کې دويمه ماسټري یې له یو ایټالیایي پوهنتون څخه ترلاسه کړې ده.
هغه د کرنې وزارت د پلان او عمومي برنامو د مشر، د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت د پاليسۍ د مرستيال او د امنيت شورا د ستر سياسي سلاکار په توګه دندې ترسره کړې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن