د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د کندهار سوداګر د وچې مېوې د پروسس لپاره معیاري ځای او نړیوالو مارکېټونو ته لاسرسی غواړي

د کندهار سوداګر د وچې مېوې د پروسس لپاره معیاري ځای او نړیوالو مارکېټونو ته لاسرسی غواړي

Nov 16, 2019 - 17:33

کندهار (پژواک، ۲۵ لړم ۹۸): د کندهار وچه مېوه د لندې مېوې په څېر نړیوال شهرت لري خو لا تر اوسه د پروسس، بسته بندۍ او ساتنې لپاره معیاري او مجهز ځای نه لري.

د دې تر څنګ د وچې مېوې سوداګر د پاکستان او هند له مارکېټونو پرته د نړۍ نورو مارکېټونو ته لاسرسی نه لري.

کشمش، ابجوشې، انځر، بادام، غوزان او نور د دغه ولایت له مشهورو وچو مېوو څخه دي.

د کندهار د وچې مېوې سوداګرو له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وویل، لسګونه کلونه کېږي چې په دغه ولایت کې د وچې مېوې کاروبار کېږي، خو تر اوسه د پروسس لپاره معیاري ځای او نړیوالو مارکېټونو ته لاسرسی نه لري.

حاجي حیات الله د کندهار د وچې مېوې په سرای کې د انځرو سوداګري کوي، دی وايي، د وچې مېوې په اوسني سرای کې د مېوې د معیاري ساتنې، بسته بندۍ او پروسس لپاره هیڅ راز امکانات نشته.

هغه زیاتوي، په دې ولایت کې له لسګونو کلونو راهیسې د مېوې سوداګري کېږي، خو تر دې مهاله په کې د مېوې د پروسس او پېر او پلور یو معیاري ځای جوړ نه شو.

د ده په خبره، دې چارې ته نه خصوصي سکتور او نه هم دولت تر اوسه پام کړی دی.

نوموړي وویل، دغه وضعیت د مېوې کیفیت ته زیان اړوي چې طبعاً د مېوې بیه ورسره راټيټېږي.

دغه سوداګر بله ستونزه د نړۍ مارکېټونو ته نه لاسرس ګڼي او وايي، د کندهار وچه مېوه نړیوال شهرت لري خو یواځې د پاکستان او هند مارکېټونو ته ځي او د نړۍ نورو مارکېټونو ته لاسرسی نه لري.

نوموړی له حکومت څخه غوښتنه کوي چې په دې ولایت کې دې د وچې مېوې د پروسس لپاره معیاري ځای جوړ کړي او دغه راز دې دوی ته امکانات برابر کړي څو خپلې مېوې د نړۍ نورو هېوادونو ته هم صادرې کړي.

د کشمشو یوه سوداګر میر حمزه پژواک اژانس ته وویل، سږ کال یې د نورو کلونو په پرتله د انګورو حاصلات ډېر وو چې په پراخه کچه کشمش یې ورڅخه تر لاسه کړي دي.

خو نوموړی یې له ټیټې بیې شکایت کوي او وايي، اوسمهال کشمش یواځې پاکستان او هندوستان ته ځي، که نورو هېوادونو ته صادرېدای، نو بیه به یې ډېره لوړه وای.

نوموړي دغه راز شکایت وکړ چې اوسمهال خپلې مېوې په نامناسب ځای کې ساتي چې له امله یې یې مېوه خپل اصلیت له لاسه ورکوي او بیا د پلور پر مهال ښه بیه نه لري.

دی هم غوښتنه کوي چې لومړی دې غلته دوی ته یو معیاري ځای جوړ شي څو له همدې ځایه په معیاري بڼه مېوه نورو هېوادونو ته صادره کړي.

د وچې مېوې یو بل سوداګر بیا د بادامو سوداګري کوي او وايي، په دې ولایت کې ډېر بادام د معروف او ارغستان له باغونو تر لاسه کېږي.

دی هم ورته شکایت کوي او وايي، نور باید د وچې مېوې معیاري پروسس او معیاري تجارت ته پام وشي.

د وچې مېوې د سوداګرو دغه ستونزې مو له ولایتي ادارې سره شریکې کړې، د دې ولایت د والي ویاند بهیر احمدي پژواک خبري اژانس ته وویل، کندهار ډېر ژر په یوه اقتصادي زون بدلېږي چې دغه ستونزې به ټولې ورسره حل شي.

هغه زیاته کړه، په دې وروستیو کې ولسمشر د اقتصادي زونونو جوړولو په موخه ارشد مشاوریت رامنځته کړی او په دې برخه کې په جدیت کار کېږي.

د ده په خبره، د اقتصادي زون په چوکاټ کې په کندهار کې د کرنیزو پیداوارو (لندې او وچې مېوې) یو کمپلیکس جوړېږي چې له الفه تر یا ټولې اسانتیاوې لکه پروسس، بسته بندي او ساتنې لپاره به پرمختللي اسانتیاوې او امکانات ولري.

دغه راز ده یادونه وکړه چې په کندهار هوايي ډګر کې نوی ترمینل په پلان کې دی چې دلته به هم د مېوې د پروسس، ساتنې او صادراتو لپاره اسانتیاوې په پام کې نیول شوي.

دغه خبر ورکړ چې پر پر دغې لویې پروژې به د روان کال مالي له ختمېدو سره سم عملي کار پيل شي.

نوموړي د دې تر څنګ یادونه وکړه چې په کندهار کې د لندې مېوې د ساتلو لپاره د یوې لویې سړې خونې جوړړول هم په پلان کې دي چې په ۱۳۹۹ کال کې به یې د جوړولو چارې پيل شي.

د وچې او لندې مېوې لپاره له هېواده بهر بازارموندنې په موخه ده وویل چې د کندهار والي همدا اوونۍ د ترکیې، سعودي عربستان، چین او نوروې هېوادونو له سفیرانو سره خبرې کړي او له هغوی د دې ولایت د وچې او لندې مېوې د صادراتو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

دی وايي، د دې تر څنګ د هوايي کوریډور او چابهار بندر له لارې به د لندې او وچې مېوې د صادراتو لړۍ چټکه شي.

ده دا هم وویل، چې په دې برخه کې په بهرنیو هېوادونو کې د افغانستان د سفارتونو تجارتي اتشو ته امر شوی چې د افغانستان محصولاتو ته بازار ومومي.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement